ټي‌ټي‌پي په م.م کې د پاکستان د سفیر هغه خبره رد کړه، چې دغه ډله د نړۍوالو لپاره ګواښ پېښوي

۷ ساعتونه مخکې

د تحریک طالبان پاکستان ډلې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د پاکستان د سفیر هغه خبره بې بنسټه وبلله، چې ویلي یې و دغه ډله د سیمې او نړۍ هېوادونه ته ګواښ پېښوي.

د دغې ډلې د ویاند محمد خراساني له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې چې یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل پښتو ته هم رسېدلې، لیکل شوي چې پاکستان له دې لارې غواړي د پښتنو او بلوڅانو له وژلو ځان خلاص کړي او د نړۍوالو سترګو ته خاورې وشېندي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د دغې ډلې مبارزه یوازې د ننه په پاکستان کې ده او دغه ډله د دې اړتیا نه ویني چې نورو هېوادونو ته ګواښ پېښ کړي.

دغه ډله ادعا کوي، د دوی موخه د پاکستاني پوځیانو د هغو ظلمونو مخه نیول دي چې د پښتنو او بلوڅو پر وړاندې یې ترسره کوي.
په خبرپاڼه کې پر نړۍوالې ټولنې غږ شوی، چې په پاکستان کې دې د پښتنو او بلوڅو وژنه، ورکېدنه او کړونه وڅېړي او هغه کسان چې د خلکو په بې کچې وژلو کې ښکېل دي، هغوی دې نړۍوالې محکمې او عدالت ته راکاږي.
څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په هغې غونډه کې چې د افغانستان په تړاو جوړه شوې وه؛ د پاکستان سفیر منیر اکرم د تحریک طالبان پاکستان ډله یوه ترهګره ډله بللې وه او دا یې هم ویلي و، چې (ټي‌ټي‌پي) د نړۍ ټولو هېوادونو ته ګواښ پېښولای شي.

نور خبرونه

رادیو