تركيې له لوېديځ څخه وغوښتل چې د اسراييلو مخه دې ونیسي

۱۰ ساعتونه مخکې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د شنبې په ورځ وویل، چې پر لبنان د دې اوونۍ بریدونو وښوده، چې اسراییل غواړي په سیمه کې جګړه پراخه کړي.

اردوغان پر لوېدیځو هېوادونو غږ وکړ، چې د اسراییلو د کړونو پر وړاندې د «مخنیوي اقدامات» وکړي.

اردوغان د شنبې په ورځ په یوې خبري ناسته کې وویل، چې د سه شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې به یې د وینا په سر کې په غزه کې د اسراییلو جګړه وي.

اردوغان په استانبول كې په دغه ناسته كې وويل: «د دې لپاره، چې سيمه له ستر ناورين سره مخ نه شي، بايد پر اسراييلو فشارونه نور هم زيات شي.»

هغه زیاته کړه: «هغه وخت رارسیدلی دی، چې ټول هغه هیوادونه، چې د نړۍ د سولې د ساتنې ماموریت لري داسې حل لارې وړاندې کړي چې د اسراییل مخه ونیسي.»

اردوغان ټینګار وکړ، چې دغه ظلم، چې له څه باندې یو کال راهیسې روان دی باید پای ته ورسیږي. دا زموږ د ټولو او په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو مسوولیت دی، چې دایمي اوربند او د بشري مرستو بې پرې وېش رامنځته کړي.

انقرې له اسراییلو سره ټول تجارت هم ځنډولی او د عدالت په نړیواله محکمه کې یې د سویلي افریقا په قضیه کې د ګډون غوښتنه کړې چې اسراییل يې په نسل وژنې تورن کړي.

اسراییل په وار وار د نسل وژنې تورونه بې اساسه بللي دي.

نور خبرونه

رادیو