نن د سپټمبر ۲۱‌مه د سولې له نړۍوالې ورځې سره برابره ده

۳ ساعتونه مخکې

نن د سپټمبر ۲۱مه د سولې نړۍواله ورځ داسې مهال نمانځل کېږي، چې اسراییل، لبنان، غزه، روسیه او اوکراین په خونړیو جګړو کې ښکېل دي.

دغه ورځ چې په ۱۹۸۱م کال کې د ملګرو ملتونو له‌خوا د یوې اعلامیې په خپرولو سره د سولې د نړۍوالې ورځې په نامه ونومول شوه، چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې په بېلابېل ډول نمانځل کېږي.
تېر کال د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش د دغې ورځې د نمانځلو په پار ویلي و، چې د سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او اقلیمي ستونزو له کبله تر بل هر وخت زیات خلک د خپل کور کلي پرېښودو ته اړ اېستل شوي دي.
نوموړي هیله ښودلې وه، چې رښتینې سوله هغه مهال ټینګېدای شي چې په ټوله نړۍ کې تاوتریخوالی پای ته ورسېږي.
سرمنشي دا رنګه ویلي و، چې د وسله‌والې جګړې پر بندېدو سربېره د سولې لپاره نورو ګامونو ته هم اړتیا ده چې باید واخیستل شي او حقیقي سوله هغه وخت شونې ده، چې د نړۍ د ټولو وګړو انساني حقونه خوندي شي.
که څه هم چې په افغانستان کې د طالبانو ډلې په وار، وار د سرتاسري سولې او امنیت د ټینګښت ادعاوې کړې؛ خو ملګرو ملتونو او بېلابېلو هېوادونو په افغانستان کې د موجوده وضعیت په اړه تل اندېښنې څرګندې کړې دي.
سوله د هر چا لپاره ښايي بېلابېل مفهوم ولري، په افغانستان کې هم ګڼ خلک د سولې لپاره خپل، خپل تعریفونه کوي.

هغه نجونې چې له زده‌کړو راګرځول شوې ښايي سوله ورته د هغوی د زده‌کړو د دوام په مانا وي.
سلګۍ هغه افغانه زده‌کړیاله ده، چې لوړې زده‌کړې یې نېمګړې پاتې شوې.

هغې افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل: "زما لپاره سوله په دې مانا ده، چې جګړه نه وي او په ارامه فضا کې مې زده‌کړې پای ته ورسوم."
په کابل کې یوه کونډه د نوم د نه ښودلو په شرط وايي، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته له کاره ستنه شوې او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ ده.

هغه وایي، چې د هغې لپاره سوله د هغې د ماشومانو د ګېډو مړو په مانا ده: "زما لپاره د سولې مانا دا ده، چې زما ماشومان په ګېډه ماړه وي، واکمنان ما ته د پخوا په څېر د کار کولو حق راکړي چې خپلو ماشومانو ته حلاله روزي وګټم."
د دغو ستونزو له امله، په افغانستان کې واک ته د طالبانو له ستنېدو وروسته په سلګونه زره افغانان له هېواده وتلي او د روڼ اندو افغانانو د وتلو دغه لړۍ لا هم روانه ده.
له سولې څخه د ملګرو ملتونو د تعریف له مخې، سوله نه یوازې د جګړو درېدل دي؛ بلکې یو مثبت او خوځنده بهیر دی، چې بېلابېلې دښمنې خواوې په کې خبرو اترو ته وهڅول شي او جګړې او تاوتریخوالی پای ته ورسوي.
د ټولنیزو چارو کارپوهان بیا وايي، د سولې مانا دا نه ده چې یوازې جګړه نه وي؛ بلکې له سولې سره نورې خبرې او نور ټولنیز شرایط هم تړلي دي.

نور خبرونه

رادیو