ملګرو ملتونو له دولتونو غوښتي چې د جګړې د مخنیوي لپاره پر اسراییل او حزب الله فشار راوړي

۹ ساعتونه مخکې

د ملګرو ملتونو یو جګپوړي چارواکي پر دولتونو غږ کړی، چې په منځني ختیځ کې د کړکېچ د زیاتېدو د مخنیوي لپاره پر اسراییل او د لبنان پر حزب الله فشار راوړي.

د ملګرو ملتونو د سیاسي چارو مشرې روزمیري ډی کارلو خبرداری ورکړ، چې په سیمه کې د ګواښونو پایلې به له اوسني ویجاړتیا څخه ډیرې وي.

اسراییلو د جمعې په ورځ په بیروت کې په یو هوايي برید کې د حزب الله یو جګپوړی قوماندان او څو جګپوړي شخصیتونه ووژل او ژمنه یې وکړه، چې د لبنان پولې ته څېرمه د سیمې د امنیت ساتلو لپاره به جګړې ته دوام ورکړي.

په ملګرو ملتونو کې د اسراييلو سفير ډيني ډانون امنيت شورا ته ويلي، چې اسراييل د پراخې جګړې په لټه کې نه دي؛ خو حزب الله ته به اجازه ورنه کړي، چې خپلو پارونو کړنو ته دوام ورکړي.

هغه حزب الله هم د نړیوالو قوانینو په نقضولو تورن کړ.

د تیرې اونۍ د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو د حزب الله په ارتباطي وسایلو باندې بریدونو کې ۳۷ تنه وژل شوي او شاوخوا ۳۰۰۰ نور ټپیان شوي دي.

اسراییلو په مستقیمه توګه د دغو بریدونو په اړه، چې امنیتي سرچینې وايي ښايي د موساد جاسوسي ادارې ترسره کړي وي، څه نه دي ویلي.

د لبنان د بهرنیو چارو وزیر عبدالله بو حبیب د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل: «موږ له تاسو څخه غواړو، چې د اسراییلو ترهګریز بریدونه په کلکه وغندئ او دا هیواد د دې بریدونو د پلانولو او ترسره کولو او د لبنان د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه د سرغړونې لپاره ځواب ووايي.»

په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر امیر سعید ايرواني امنیت شورا ته وویل؛ ایران، چې د حزب الله او حماس ملاتړ کوي په سیمه کې څو ځله د اسراییلو د ناوړه فعالیتونو د جدي پایلو خبرداری ورکړی دی.

هغه زیاته کړه: "ایران تل د سیمې د سولې او امنیت او په غزې تړانګه کې د اوربند د خبرو اترو لپاره له حده زیات زغم ښودلی دی."

په ملګرو ملتونو کې د امریکا مرستیال سفیر رابرټ ووډ امنيت شورا ته وویل؛ دا چې امریکا د اسراییلو متحد دی، له ټولو اړخونو تمه لري، چې د نړیوالو بشردوستانه قوانینو رعایت وکړي او د ملکي وګړو په خاص ډول په ګن مېشتو سيمو کې د زیان د کمولو لپاره ټول معقول ګامونه پورته کړي.

هغه ټینګار وکړ: «که څه هم د وروستیو پېښو په اړه حقیقتونه راڅرګندېږي، چې امریکا په کې هیڅ رول نه درلود نو لازمه ده، چې ټولې خواوې له هر هغه اقدام څخه ډډه وکړي، چې سیمه یو ویجاړونکي حالت ته بیايي.»

نور خبرونه

رادیو