د م.م امنیت شورا په لبنان کې پیجر چاودنې د بشري حقونو له نړۍوال قانونه سرغړونه وبلله

۸ ساعتونه مخکې

په لبنان کې د پيجر له چاودنو وروسته د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غونډې له زیان نه اړونکو وسايلو ناوړه ګټه پورته کول د بشري حقونو له نړۍوال قانونه سرغړونه وبلله.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک ویلي، پر لبنان د اسراییل برید د جنګي جرم په توګه ګڼل کېدای شي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ ویلي، د بشري حقونو نړۍوال قانون له زیان نه اړونکو وسایلو ناوړه ګټه اخیستنه منعه کړې ده.
د لبنان د بهرنیو چارو وزیر د امنیت شورا په غونډه کې وویل:« د ارتباطي وسایلو له لارې له بریدونو وروسته په نړۍ کې هیڅوک هم خوندي نه دي، موږ انصاف غواړو، نه انتقام».
اسراییل څو ورځې وړاندې په لبنان کې د حزب الله د غړو په ګډون پر ولسي وګړو د پيجرونو چاودنه کړې وه، چې په پايله کې يې تر شلو زيات کسان وژل شوي او تر ۴۰۰۰ زيات ټپيان شوي وو.
له بل پلوه اسراییلي پوځ د لبنان په پلازمینه بیروت کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د حزب الله تر ټولو مهم قومندان ابراهیم عقیل د وژلو ادعا کړې ده.
د لبنان د روغتیا وزارت وايي، د اسراییل د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ۹ تنه وژل شوي او ۵۹ نور ټپیان شوي دي.

نور خبرونه

رادیو