فلسطینیان: اسراییل د بې ځایه شویو په یو ښوونځي برید کې ۲۲ کسان وژلي دي

۹ ساعتونه مخکې

فلسطینیان وایي، چې د شنبې په ورځ د غزې په سویلي ښار کې د بې ځایه شویو خلکو پر یو ښوونځي د اسراییل په برید کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي دي.

بل خوا اسراییلي پوځ ویلي، چې دغه برید د حماس د وسله والې ډلې د قوماندې مرکز په نښه کړی دی.

د غزې روغتیا وزارت ویلي، چې په وژل شویو کې ډېری یې ښځې او ماشومان دي. د حماس دولتي رسنیو دفتر ویلي، چې په وژل شویو کې ۱۳ ماشومان او شپږ ښځې شاملې دي.

بل خوا بیا اسراییلي پوځ ویلي، چې دوی د حماس د قوماندې مرکز په نښه کړی چې له دې مخکې د ښوونځي په توګه کار ترې اخیستل کیده. اسراییلي پوځ یو ځل بیا وویل، چې د حماس ډله ملکي تاسیسات د نظامي موخو له لپاره کاروي. خو حماس دا خبره ردوي.

له سیمې څخه د رویټرز له خوا په خپاره شوو عکسونو کې چاودلي دیوالونه، سوځول شوي او ویجاړ شوي چوکی او میزونه، د ښونځي سوري چتونه او د پاتې شیانو د خوندي کولو لپاره د خلکو هڅې لیدل کیږي.

رویترز د پېښې د یوه عیني شاهد المالهي له قوله لیکي: «ښځې او ماشومان د ښوونځي د لوبو په میدان کې ناست وو، ماشومانو لوبې کولې، چې ناڅاپه دوه راکټونه پرې ولګېدل.»

د پېښې یو بل عیني شاهد ویلي، چې د پېښې ټول قربانیان ښځې او ماشومان دي.

حماس د اکټوبر په اوومه پر اسراییل برید وکړ او یو زرو او ۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۰ یې یرغمل کړل. د دغه برید په ځواب کې اسراییل په غزې پراخ بریدونه پیل کړل.

د فلسطین د روغتیا وزارت په وینا، پر غرې د اسراییل بریدونو کې تر ۴۱ زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي او نږدې ۲.۳ میلیون فلسطینیان بې ځایه شوي دي.

نور خبرونه

رادیو