حزب الله په بیروت کې د اسراییل په بریدونو کې د دغې ډلې د وژل شوي دویم قومندان نوم اعلان کړ

۳ ساعتونه مخکې

د لبنان حزب الله ډلې د شنبې په ورځ وویل، چې د دوی یو بل جګپوړی قوماندان هم د هغو ۱۵ جنګیالیو په ډله کې دی چې تېره ورځ په بیروت کې د اسراییل په هوایي برید کې ووژل شو.

دغې ډلې ویلي، احمد محمود وهبي د اکټوبر له اوومې نېټې د حماس په ملاتړ د پوځي عملیاتو مشري کوله.
د اسراییل پوځ ویلي، چې د جمعې په ورځ یې د بیروت په سویلي څنډه کې په یوه هوایي برید کې د ابراهیم عقیل په ګډون د حزب الله څو نور قوماندانان هم وژلي دي.
حماس بیا د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، اسراییل به د حزب الله د لوړ پوړي قومندان د ناځوانه وژنې بیه پرې کړي.
له بل پلوه په لبنان کې د پيجر له چاودنو وروسته د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غونډې له زیان نه اړونکو وسايلو ناوړه ګټه پورته کول د بشري حقونو له نړۍوال قانونه سرغړونه وبلله.

نور خبرونه

رادیو