اوکراین وايي، چې روسیه یې پر اټومي تاسیساتو د برید پلان لري

۱۰ ساعتونه مخکې

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر د شنبې په ورځ وویل، چې روسیه له ژمي مخکې د اوکراین پر اټومي تاسیساتو د برید پلان لري او د اټومي انرژۍ نړۍوالې ادارې او د اوکراین له متحدینو یې وغوښتل چې د دغه هېواد د اټومي تاسیساتو دایمي څارنه وکړي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندري سیبیها پر اېکس خپور کړي پیغام کې لیکلي: «د اوکراین د استخباراتي معلوماتو له مخې، کرملین د ژمي څخه مخکې د اوکراین د اټومي انرژۍ په مهمو تاسیساتو د بریدونو لپاره چمتوالی نیسي.»

نوموړي د اټومي برېښنا فابریکو او د بریښنا د لیږد سب سټیشنونو په اړه اندېښنه څرګنده کړی او ویلي یې دي، چې دغه تاسیسات د اټومي انرژۍ د خوندي کارکولو لپاره مهم دي.

سیبیها په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي چې ولې روسیه غواړي دغه تاسیسات په نښه کړي.

د مسکو له خوا په دې اړه تر اوسه کوم غبرګون نه دی څرګند شوی.

روسیې د ۲۰۲۲کال له مني راهیسې چې پر دغه هېواد یې برید کړی، د اوکراین د بریښنا پر تاسیساتو یې پراخ بریدونه ترسره کړي دي.

رویټرز لیکلي، چې د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د څار ادارې، د اټومي انرژۍ نړۍوالې ادارې (IAEA) سمدستي په دې اړه څه نه دي ویلي.

د اوکراین د ولسمشر د دفتر مشر اندري یرمک پر اټومي تاسیساتو د برید د احتمالي ګواښ پر وړاندې د نړۍوالو غبرګونونو غوښتنه کړې ده.

هغه په خپل ټیلیګرام پاڼه لیکلي: «دا د اټومي ناورین د سناریو لپاره چمتووالی دی. روسیه ترهګره ده.»

ښاغلی یرمک زیاتوي: «دوی باید همدلته ودرول شي. لویدیځ او نړۍوال باید د دغې ترهګرۍ د چمتوالي په وړاندې سخت غبرګون وښیي.»

روسیې د اوکرایین د حرارتي برېښنا تاسیساتو ته ډیر زیان رسولی او کله ناکله یې بندونه هم په نښه کړي دي ، خو لا هم د اوکراین اټومي تاسیساتو ته زیان نه دی رسیدلی.

د اټومي انرژۍ ادارې مشر رافیل ګروسي د جګړې په اوږدو کې څو څو ځله اوکراین او روسیې ته سفر کړی او د جګړې له دواړو خواوو یې غوښتي چې اټومي تاسیساتو ته نږدې یو بل سره ښکیل نه شي.

هغه د سپتمبر په پیل کې کییف ته د سفر په ترڅ کې وویل: «فکر کوم چې دا تل یو خطر دی کله چې په اټومي بټۍ باندې د برید احتمال موجود وي.»

نور خبرونه

رادیو