ځانګړی راپور: طالبان غواړي په داخلي رسنیو کې سیاسي خپرونې او بحثونه بند کړي

۴ ساعتونه مخکې

افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي اطلاعات ښيي، چې طالبان غواړي افغانستان کې پر داخلي رسنیو د بندیزونو نوې څپه پیل کړي.

په کابل کې باخبره سرچینې وايي طالبان په لومړي ګام کې غواړي چې د افغانستان په داخلي رسنیو کې سیاسي خپرونې بندې کړي.

طالبانو د دې تازه بندیزونو د عملي کېدو په تړاو تر اوسه رسمي څه نه دي ویلي.

په افغانستان کې پر رسنیو د طالبانو له محدودیتونو سره ځینې رسنۍ ګردي مېزونه او سیاسي خپرونې جوړوي.

خو طالبان له دغو سیاسي خبرو او تحلیلونو سخته اندېښنه لري او دغه ډله غواړی چې د دې خپرونو بندولو سره سانسور، زیات کړي او کنټرول شوي معلومات خپاره شي.

د طالبانو ریاست الوزرا تېره ورځ «د وږي ۳۰مه» په یوه اعلامیه کې پر علماوو غږ کړی چې د رسنیو له لارې اختلافي موضوعاتو او مناظرو ډډه وکړي.

په دې اعلامیه کې راغلي چې د دغه ډول بحثونو له امله خلک خپله لار ورکوي او په ټولنه کې اختلافات او ننګونې پیدا کېږي چې د «فتنې» د پیدا کېدو لامل هم کېږي.

څو ورځې وړاندې په هرات کې د لودېځ زون له ولایتي ویاندونو او د رسنیو له مسوولینو سره د یوې ناستې پرمهال د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت چارسمبالي ضیاء الحق حقمل ویلي و، رسنۍ دې د هغو بهرنیو کسانو راپورونه نه را نقلوي چې د افغانستان په اړه ناسم تحلیلونه کوي.

نه یوازې دا چې طالبان د رسنیو پر سانسور لګیا دي بلکې په کندهار کې یې د ملا هبت الله په امر د ملي ټلویزیون پر خپرونو بندیز لګولی او د بندیز لامل هم په دې رسنۍ کې د ژوندیو انځورونو خپرول بلل شوی دي.

د طالبانو واکمنېدو سره پر ازادو رسنیو او د بیان پر ازادۍ د محدودیتونو زیاتېدو سره په تېرو درېو کلونو کې ډېرې رسنۍ وتړل شوې او خبریالان هم کډوالۍ ته اړ شول.

نور خبرونه

رادیو