ترکیې له داعش سره د اړیکې لرلو په تور تر ۸۰ ډېر کسان ونیول

۱۵ ساعتونه مخکې

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ وویل، چې د دغه هېواد په ۲۳ ښارونو کې یې د امنیتي ځواکونو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې ۸۸ تنه له داعش سره د اړیکې لرلو په تور نیولي دي.

د ترکيې د کورنيو چارو وزارت وايي، چې دغه کسان په تېرو پنځو ورځو کې پیژندل شوي او نیول شوي دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یارلي کایا د جمعې په ورځ ( د وږي ۳۰مه) پر اېکس ټولنیزې شبکې لیکلي، چې د داعش د مشکوکو کسانو د پېژندلو او نیولو لپاره د هېواد د امنیتي ځواکونو عملیات دوام لري.

د ترکیې د ځواکونو ګډ عملیات د ادانا، انتالیا، بینګول، بورسا، چوروم، دیاربکر، الازیغ، اسکي شهیر، استانبول، قیصري، کریک قلعه، کیلیس، قونیه، مانیسا، اردو، ساکاریا، سیرت او سیواس په ښارونو کې پیل شوي دي.

په سیمه کې د داعش د ګواښونو له زیاتیدو وروسته، ترکیې د داعش د مشکوکو کسانو د پیژندلو او نیولو عملیات پیل کړي او په دې وروستیو کې یې په سلګونه کسان د داعش ډلې د غړیتوب او یا له دغې ډلې سره د همکارۍ په شک نیولي دي.

په دې وروستیو کې د دغه هېواد دولتي خبري اژانسونو په بېلابېلو ښارونو کې له داعش سره د همکارۍ په تور د څه باندې ۱۰۰ کسانو د نیولو خبر ورکړی.

د روان کال د ثور میاشتې په پیل کې د ترکیې د کورنیو چارو وزارت وویل، چې په تېرو لسو میاشتو کې یې دوه زره او ۹۹۱ کسان د داعش د غړیتوب په تور نیولي دي.


نور خبرونه

رادیو