د هرات ـ فراه پر لویه لاره د ټرافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ نهه غړي مړه شوي

د هرات ـ فراه پر لویه لاره د هرات د زاول ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د دوو موټرو د خونړي ټکر له امله د یوې کورنۍ نهه غړي مړه شوي دي. د طالبانو د هرات والي ویاند، محمدیوسف سعدي ویلي چې دغه پېښه د یوه بس او سورلۍ موټر د ټکر له امله شوې ده.

هغه زياته کړه چې په دې ټرافيکي پېښه کې د دوو ښځو او څلورو ماشومانو په ګډون نهه تنه چې د فراه ولايت اوسېدونکي او د يوې کورنۍ غړي دي، مړه شوي دي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس تیر ماښام چهارشنبه د (وږي ۲۸مه) ناوخته په ایکس پاڼه لیکلي چې د هرات زاول ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د یوه ۵۸۰ ډوله بس او د سورلۍ یوه موټر ترمنځ د ټکر له امله د یوې کورنۍ نهه غړي مړه شوي.
ویل کیږي پېښه د چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې.
تر دې مخکې د بغلان طالب چارواکو د دغه ولایت په خنجان ولسوالۍ کې د ټرافیکي پېښې له امله د لسو کسانو د مرګ‌ژوبلې خبر ورکړی و.
د یاد ولایت امنیې قوماندانۍ پرون د وږي ۲۸مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي و، چې دغه پېښه د یوې سراچې موټر د اوښتو له امله شوې ده.
خبرپاڼه کې راغلي، چې په پېښه کې یوه ښځه او ماشوم مړه شوي او د دوو ښځو او درېیو ماشومانو په ګډون اته کسان ټپيان شوي.
په دې وروستیو د افغانستان په ټولو ولایتونو کې ټرافیکي پېښې په بې ساري ډول زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بې‌احتیاطي، د چپ لاس موټر، ویجاړې لارې، ګړندی تګ او ټرافیکي اصولو ته نه پاملرنه بلل شوي.