طالبان: رسنۍ دې د هغو بهرنیو کسانو راپورونه نه راخلي، چې د افغانستان په اړه ناسمې شننې کوي

پرون

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت چارسمبالي ضیاء الحق حقمل ویلي، رسنۍ دې د هغو بهرنیو کسانو راپورونه نه را نقلوي چې د افغانستان په اړه ناسم تحلیلونه کوي.

نوموړي دغه څرګندونې په هرات ولایت کې د لوېدیځ زون له ولایتي ویاندویانو او د رسنیو له مسوولینو سره د یوې ناستې پرمهال کړې دي.
که څه هم نوموړي په دې برخه کې د چا نوم نه دی اخیستی؛ خو ښایي د هغه موخه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ څخه وي.
طالبانو تر دې وړاندې افغانستان ته د ریچارډ بېنېټ پر سفر هم بندیز لګولی و او ویلي یې و، چې نوموړی د افغانستان په اړه ناسم مالومات خپروي.
ښاغلي حقمل وړاندې ویلي:« دغه کسان په دې کار سره بهرنۍ موخې لري او د اسلامي نظام تر چتر لاندې رسنۍ باید په نړۍواله کچه بې بېلګې وي.»
نوموړي زیاته کړې، چې د ټولو معیاري رسنیو ستونزو ته رسېدنه کوي او د دغو ستونزو په هوارۍ کې ژمن دي.
له بل پلوه په هرات ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي احمدالله متقي د غونډې ګډونوالو ته ویلي، چې دوی د رسنیو او مسلکي خبریالانو پوره همکارۍ ته ژمن دي او رسنۍ باید د هېواد رښتينی انځور ټولنې او نړۍوالو ته وړاندې کړي.
خو په ټوله کې طالبان د هغو رسنیو سره تربګني کوي، چې په افغانستان کې شته واقیعتونه خپروي او تر خلکو یې رسوي؛ خو طالبان پر ځان نېوکې نه مني او غواړي ټولې رسنۍ د دوی پر هرې تشې پرده وغوړوي او د هغوی خپرونې باید د دوی تر څار لاندې وي؛ خو دا هغه څه دي چې د رسنیو د قانون سره سمون نه لري.

نور خبرونه

رادیو