بغلان کې د يوه موټر د چپه کېدو په پېښه کې دوه کسان مړه شوي او ۸ نور ټپيان شوي دي

۲۰ ساعتونه مخکې

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس په خپل خبر کې ويلي، چې په بغلان کې د يوه سراچه ډوله موټر د چپه کېدو په پېښه کې ۲ کسان مړه شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

د پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتياطي بلل شوې.

طالبانو د چهار شنبې په ورځ خبر ورکړ، چې دغه پېښه د بغلان د خنجان ولسوالۍ د ګزه ګيل په سیمه کې شوې ده.

د بغلان د طالبانو ترافيک مسوولين وايي، چې ټپيان يې د سیمې نږدې روغتيايي مرکز ته وړي دي.

د طالب چارواکو په خبره، چې په پېښه ښځې او ماشومان هم شامل دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د لویو لارو په اوږدو کې ترافیکي پېښې د پام وړ زیاتې شوې دي.
که څه هم طالبانو په وار - وار له موټر چلوونکو غوښتي، چې د ترافیکي پېښو د مخنیوي لپاره ترافیکي قوانین په پام کې ونیسي؛ خو په لویو لارو کې موټر چلوونکي بیا د سړکونو خرابوالی، د ترافیکي نښو نه شتون او د یو شمېر موټر چلوونکو له خوا د ترافیکي اصولو په پام کې نه نیول د خونړیو پېښو لاملونه بولي.

نور خبرونه

رادیو