‏حزب الله: اسراییل به د خپلو جنایتونو سخته بیه پرې کړي

پرون

‏نن سهار حزب الله د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې جنایتکاره دوښمن به په لبنان کې د سې شنبې ورځې د جنایت سخته بیه پرې کړي.

دغې ډلې ویلي، چې دغه جنایت یې د «جهاد» پر لاره هوډ لا څو برابره پیاوړی کړی دی.
دغې ډلې ژمنه کړې، چې له اسراییله به د دغې کړنې غچ هرو مرو اخلي.
له بل پلوه په لبنان کې تېره ورځ د پیجرونو د چاودنې په پېښو کې لږ تر لږه یوولس کسه وژل شوي او شاوخوا ۴۰۰۰ کسان ټپیان شوي دي.
په دغو چاودنو کې په لبنان کې د ایران سفیر هم ټپي شوی دی.
حزب الله ویلي، چې په دغو چاودنو کې یې شپږ غړي وژل شوي دي.
له بل پلوه په لبنان کې روغتیایي چارواکي وایي، چې په دغو چاودنو کې د ټپیانو سترګې او لاسونه اغېزمن شوي دي.
امریکا بیا په دغو پېښو کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

نور خبرونه

رادیو