طالبان: په تېر یوه کال کې مو په ټولیزه توګه ۱۸۵ زره او ۵۹۱ دوسیې حل او فصل کړې دي

پرون

د طالبانو تر کنټرول لاندې ستره محکمه وایي، چې په تېر یوه کال کې یې په ټولیزه توګه ۱۸۵ زره او ۵۹۱ دوسیې حل او فصل کړې؛ خو دا یې نه دي ویلي چې دغه دوسیې د کومو تورونو په اړه وې او څومره کسان یې د دوسیې د حل او فصل وروسته زندانونو ته لېږلي دي.

د طالبانو د سترې محکمې مسوولینو دغه څرګندونې نن چهارشنبه د (وږي ۲۸مه) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د دغې ډلې د ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې کړې دي.
دغو مسوولینو ویلي، چې د دغې ډلې د مشر ملاهبت الله د حکم له مخې یې د کوچني او لوی اختر په مناسبت ۲۳۰۴ تنه بندیان خوشې کړي او د نوموړي د حکم له مخې بیا د ۱۹۲۰ تنو د بند موده کمه شوې ده.
د دوی په وینا، په تېر کال کې د طالبانو د کابینې ۳۳۵ مصوبې او د ملاهبت الله احکام او فرمانونه سترې محکمې ته رسېدلي، چې په اړه یې اصولي اجراات تر سره شوي دي.
مسوولینو زیاته کړه، چې په تېر یوه کال کې یې په ټولیزه توګه ۱۸۵ زره او ۵۹۱ دوسیې حل او فصل کړې دي.
دغو مسوولینو وړاندې ویلي، چې د نشه‌یي توکو اړوند ۸۰۰۵ او د ښځو د شرعي حقونو اړوند ۳۳۷۳ قضیو ته یې رسېدنه کړې؛ خو د دغو حقونو په اړه یې ډېر وضاحت نه دی ورکړی.
دغو مسوولینو د وثیقو په برخه کې ویلي، چې په وروستي یوه کال کې ۱۷۹ زره او ۸۱۸ وثیقې یې اجرا کړې دي.
له بل پلوه هره ورځ د طالبانو تر واک لاندې ستره محکمه د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې تورنو کسانو ته د تعزیري سزاوو د ورکړې په اړه خبرپاڼې خپروي؛ خو دغې ادارې په خپل کلني راپور کې په دې اړه مالومات وړاندې نه کړل.
د دې تر څنګ دغې محکمې د امر بالمعروف نوي قانون ته هم اشاره و نه کړه، چې په دې وروستیو کې د دغې ډلې د مشر له‌خوا توشیح شوی او له مخې یې د دېرو خلکو حقونه په کې تروړل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو