د ماشومانو د ژغورنې نړۍوالې ټولنې په غزه کې د ۷۱۰ نویو زېږېدلو ماشومانو وژنه غندلې ده

پرون

د ماشومانو د ژغورنې نړۍوالې ټولنې (سېف ده چېلډرن ) د غزې د روغتیا وزارت په هغه خپور شوي نوملړ غبرګون ښودلی، چې ښيي اسراییلي ځواکونو د غزې په بریدونو کې لږ تر لږه ۷۱۰ نوي زېږېدلي ماشومان وژلي دي.

دغې ټولنې په اېکس پاڼه کاږلي، هیڅ مور او پلار باید د خپل ماشوم له لاسه ورکولو له کړاوه د زړه درد ونه ویني.
دوی وایي:« موږ نه شو کولی، هغه څه چې د فلسطین ماشومان ورسره مخ دي، ومنو.»
د فلسطین د عامې روغتیا وزارت د دوشنبې په ورځ د هغو ۷۱۰ نویو زېږېدلیو ماشومانو نوملړ خپور کړ، چې د اسراییلي ځواکونو له‌خوا د غزې په روانه جګړه کې وژل شوي دي.
دغه وزارت وایي، چې د جګړې له پیل راهیسې د اسراییل د بریدونو په پایله کې په ټولیز ډول ۴۱۲۲۶ فلسطینیان وژل شوي دي.
د وژل شویو کسانو په ډله کې، ۱۱۳۵۵ یې ماشومان، ۶۲۹۷ یې ښځې، ۲۹۵۵ یې سپین ږېري او ۱۳۷۳۷ یې نارینه دي.
تر دې وړاندې هم په وار، وار سره نړۍوالو سازمانونو او د بشري حقونو ډلو په پرله پسې ډول د فلسطیني ماشومانو د مرګ ژوبلې په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه او له اسراییل یې غوښتي و، چې د ملکي وګړو په نښه کول ودروي.

نور خبرونه

رادیو