په درېیو ولایتونو کې په جلا، جلا ټرافیکي پېښو کې پنځه کسان مړه او ۱۰ نور ټپیان دي

پرون

د بلخ، سمنګان او غزني ولایتونو ځایي چارواکو په درېیو جلا، جلا ټرافیکي پېښو کې د پنځو کسانو د مړه کېدو او د لسو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی.
د دغو ټرافیکي پېښو په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

په سمنګان ولایت کې د طالبانو امنیه قومندان ویلي، چې د دغه ولایت رباتک بازار کې د دوو کرولا او مازدا موټر د ټکر له امله یوه ښځه مړه شوې او اته نور ټپیان شوي دي.
د نوموړي په خبره، د پېښې ټول قربانیان د بغلان ولایت اوسېدونکي دي.
له دې سره په بلخ ولایت کې د طالبانو ویاند بیا ویلي، چې تېره ورځ د قوشتېپې کانال او د حيرتانو بندر په عمومي سړک د یوه کرولا ډوله موټر د چپه کېدو د پېښې له امله یو کس مړ شوی او دوه نور ټپيان شوي دي.
اړوندو مسوولانو د دواړو پېښو د رامنځته کېدو لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودلې ده.
همدارنګه سیمه‌ییزو سرچینو ویلي، چې نن سهار د غزني ولایت اړوند د کابل ـ کندهار په عمومي لاره د دوو موټرو د ټکر له امله درې کسان ټپیان شوي دي.
که څه هم طالبانو په وار، وار له موټر چلوونکو غوښتي، چې د ټرافیکي پېښو د مخنیوي لپاره ټرافیکي قوانین په پام کې ونیسي؛ خو په لویو لارو کې موټر چلوونکي بیا د سړکونو خرابوالی، د ټرافیکي نښو نشتوالی او د یو شمېر موټر چلوونکو له‌خوا د ټرافیکي اصولو نه په پام کې نیول د خونړیو پېښو لاملونه بولي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د ټرافیکو لوی ریاست څو ورځې وړاندې ویلي و، چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې په تېرو شپږو میاشتو کې د ۲۷۰۰ ټرافیکي پېښو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ سوه کسان مړه شوي او تر څلورو زرو ډېر کسان ټپيان شوي دي.

نور خبرونه

رادیو