د سند ایالت والي د طالبانو له حکومته غوښتي چې خپل ډیپلوماټیک کارکونکي بېرته ور وغواړي

۱۸ ساعتونه مخکې

د سند والي کامران خان ټیسوري د طالبانو له حکومته غوښتي چې د پاکستان ملي سرود د سپکاوي له امله دې خپل ډیپلوماټیک کارکوونکي بېرته ور وغواړي.

تېره ورځ پېښور کې د طالبانو جنرال کونسل د یوې غونډې پر مهال د پاکستان د ملي سرود غږېدو په احترام نه و درېدلی.

د طالبانو حکومت تر اوسه پورې د د سند والي کامران خان ټیسوري خبرو ته غبرګون نه دی ښودلی.
له رسنیو سره په خبرو کې کامران تيسوري وويل څوک چې د پاکستان په عظمت باور نه لري، بېرته دې افغانستان ته لاړ شي.
په پېښور کې د طالبانو د کونسلګري پرون ناوخته په یو بیان کې ویلي و، چې د پاکستان ملي سرود ته د سپکاوي اراده یې نه لرله او کونسل ځکه ملي سرود ته نه و درېدلی چې په سرود کې موسیقي غږېده.
پاکستانۍ رسنۍ جیونیوز د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې په پېښور کې د افغانستان کونسلګرۍ له‌خوا د ملي سرود د بې احترامۍ په اړه د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د سفارت شارژدافیر احضار کړی، خو په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت استازو په دې اړه څه نه دي ویلي.
پاکستاني رسنیو تېره ورځ راپور ورکړی و، چې په پېښور کې د طالبانو کونسل محب الله شاکر په یوې غونډې کې د پاکستان د ملي سرود په درناوي نه دی درېدلی، چې دا چاره له ټولو سیاسي او ډېپلوماتیکو عرفونو خلاف ده. د هغه دغې کړنې په پاکستان کې دننه او بهر پراخ غبرګونونو راپارولي دي.
د طالبانو حکومت په رسمي ډول د دغې موضوع په اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی، خو په وړه کچه د دوی يو شمېر د خواله رسنیو کارونکو په اسلام اباد کې د طالبانو د پخواني سفیر عبدالسلام ضعیف له انځور سره په کنایه ډول لیکلي، چې نورو هیوادونو ته د یوه ډيپلوماټ سپارل کوم ډيپلوماټيک عرف دی.

نور خبرونه

رادیو