د بښنې نړۍوال سازمان په افغانستان کې له بشري حقونو د سرغړونو د څېړلو د میکانیزم غوښتنه کوي

۲۰ ساعتونه مخکې

د بښنې نړۍوال سازمان په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو او جنګي جرمونو د څېړلو او ځواب ویلو لپاره د یوه خپلواک نړۍوال میکانیزم د جوړولو غوښتنه وکړه.

د بښنې نړۍوال سازمان ویلي، چې دا میکانیزم باید د بشري حقونو د سرغړونو شواهد راټول، تحلیل او خوندي کړي تر څو په راتلونکي کې د حساب ورکولو لپاره لاره برابره کړي.

دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۲۸مه) په یوه بیان کې زیاته کړې، چې دغه میکانیزم باید له ملي او نړۍوالو قضايي بنسټونو سره په ځانګړې توګه د بشري حقونو د سرغړونو د جنسیت اړخونو ته د پاملرنې په برخه کې همکاري وکړي.

دغه سازمان ټینګار کړی، چې په دې بهیر کې د بشري حقونو د مدافعینو په ځانګړې توګه د ښځو ونډه حیاتي ده او باید په دې بهیر کې د هغوی له ګډون څخه ملاتړ وشي.

د بښنې نړۍوال سازمان وايي، طالبانو واک ته له ستنېدو وروسته د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کړي او دغه ډله پر "شکنجه، جبري توقیف او ناقانونه سزا" تورنه ده.

په بیان کې راغلي، چې د زندانونو په نظام کې د اصلاحاتو او د شکنجې د منع په اړه د طالبانو له ادعاو سره - سره په عام محضر کې د جسمي مجازاتو لړۍ دوام لري.

د بښنې نړۍوال سازمان وايي، د طالبانو دغه چلند د بشریت ضد جنایت ګڼل کېدی شي.

د بښنې نړۍوال سازمان په وینا؛ طالبان د حکومت پخواني کارکوونکي او هغه کسان چې د دې ډلې سخت قوانین نه مراعاتوي، شکنجه کوي او په خپل سر یې نیسي.

د بښنې نړۍوال سازمان لیکلي: «یو خپلواک نړۍوال حساب ورکونې میکانیزم باید کافي مالي او تخنیکي سرچینې ولري چې خپل ماموریت په بشپړ ډول پوره کړي. نړۍوال خپلواک متخصصین باید مجهز شي.»

همداراز، په دغه بیان کې راغلي دي: «نږدې نیمې پېړۍ د تاوتریخوالي او وسله والو جګړو افغانستان ویجاړ کړی دی. دې حالت په ځانګړې توګه پر ښځو او نجونو او مذهبي او قومي لږکیو ناوړه اغېزې کړې دي.»

د بښنې نړۍوال سازمان ټینګار کوي، د نړۍوالو قوانینو تر اثر لاندې او نورو بشري سرغړونو د جرمونو د قربانیانو لپاره نړۍوال عدالت او ځواب ورکونه خورا اړین دي.

دغه سازمان په دې باور دی، چې دغه جنایتونه د ۲۰۰۱او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ د داعش د خراسان څانګې، پخوانیو حکومتونو، مخالفو وسله والو ډلو، د پوځ او نړۍوالو ځواکونو د غړو په ګډون د بېلابېلو اشخاصو او بنسټونو له خوا ترسره شوي دي.

نور خبرونه

رادیو