په اروپا کې د سېلابونو د لړۍ دوام؛ د مړو شمېر ۱۷ تنو ته لوړ شو

۳ ورځې مخکې

په منځنۍ اروپا کې پراته هېوادونه په وروستیو ورځو کې تر ټولو سختو سېلابونو ځپلي او تر دې دمه د سېلابونو په پېښو کې ۱۷ کسان مړه شوي دي.

د راپورونو له مخې، په منځنۍ اروپا کې د چک جمهوریت، پولنډ، رومانیا او اترېش په وروستیو ورځو کې له سختو بارانونو وروسته اوس له سېلابونو سره مخامخ دي.
د دغو سېلابونو له امله زرګونه کسان د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.
له دغې ډلې په چک جمهوريت کې د سېلابونو له امله يو تن مړ شوى او ٧ کسان لادرکه دي، په رومانيا کې بیا د ژغورنې عملیاتو پر مهال يو د ژغورونې ډلې کارکوونکى او څلور نور کسان مړه شوي دي.
د سیمه‌ییزو چارواکو په وینا، په رومانیا کې له سختو بارانونو وروسته سېلابونو ۵۰۰۰ کورونه زیانمن کړي دي.
په پولنډ کې د سېلابونو د راوتلو له امله په بېلابېلو پېښو کې ۴ تنه او په اترېش کې بیا ۳ تنه مړه شوي دي.
له بل پلوه بیا په راتلونکو ورځو کې په چک جمهوریت، سلواکیا، پولنډ، هنګري، جرمني او اترېش کې د لازیاتو بارانونو وړاندوېنه هم شوې ده.

نور خبرونه

رادیو