د خوړو نړیوال پروګرام: ۱۲ میلیونه افغانان نه پوهېږي چې خپل راتلونکي خواړه له کومه کړي

۲ ورځې مخکې

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په افغانستان کې لږ تر لږه ۱۲ میلیونه وګړي نه پوهېږي، چې دوی د راتلونکي وخت خواړه له کومه کړي.

دغه سازمان خبرداری ورکړی، چې دا مهال څلور میلیونه ماشومان او امیندواره میندې له خوارځواکۍ سره مخ دي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرام د سې شنبې په ورځ (د وږي ۲۷مه ) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه سازمان په افغانستان کې د راتلونکو شپږو مياشتو لپاره د خپلو فعاليتونو د دوام لپاره په عاجله توګه ٦٧٧ ميليونه ډالرو ته اړتيا لري.

د روغتیا نړیوال سازمان هم د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۲۲ مه) اعلان وکړ، چې په افغانستان کې د خوراکي توکو نه خوندیتوب په یو مخ په زیاتیدونکي بحران بدل شوی او ۲.۹ میلیونه ماشومان، چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي له خوارځواکۍ سره مخ دي.

د دغه سازمان په وینا، ۸۵۰ زره ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام تر دې مخکې اعلان کړی و، چې اروپايي ټولنې له افغانستان سره ۲۵ میلیونه یورو مرسته کړې ده.

دغه سازمان ویلي، چې دغه بشري مرستې به د ماشومانو، امیندوارو او شیدې ورکونکو میندو په ګډون د سلګونو زرو خلکو لپاره د خوړو د خوندیتوب په برخه کې ولګول شي.

نور خبرونه

رادیو