په لبنان کې د حزب الله له زرو ډېر غړي د پیجر ارتباطي وسیلو په چاودنو کې ټپیان شوي دي

۲ ورځې مخکې

عربي رسنۍ وایي، د لبنان په بېلا بېلو سیمو کې د حزب الله له زرو ډېر غړي په یو وخت کې د پیجر ارتباطي وسیلو د چاودنې له امله له ټپیان شوي دي.

راپورونه وايي، چې په بېروت کې د ایران سفیر هم ټپي شوی دی.

د عربي رسنیو د راپور له مخې؛ د لبنان په سویلي سیمو او د بېروت ښار په څنډو کې د حزب الله د غړو په ګډون د ګڼو ټپیانو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.

رویټرز هم لیکلي، چې په دې چاودنو کې له زرو څخه ډېر کسان ټپیان شوي دي.

د حزب الله یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې د پیجر چاودنه په روانه جګړه کې د امنیتي ځواکونو ستره ناکامي ده.

د لبنان یوې جګپوړې امنیتي سرچینې د سې شنبې په ورځ (د وږي ۲۷مه) وویل، چې اسراییل دغه دستګاه هک کړې ده.

مهر خبری اژانس هم لیکلي دي، چې په لبنان کې د ایران سفیر مجتبی اماني هم د پیجر چاودنې له امله ټپي شوی دی.

درېيو امنيتي سرچينو رويټرز ته ويلي، کوم پیجرونه چې په لبنان کې وچاودول شول تر ټولو تازه موډلونه دي.

روغتیایي چارواکو ویلي، چې روغتونونه هم له ټپیانو ډک شوي دي.

دا چاودنې د اسراییل او حزب الله تر منځ د سخت تاوتریخوالي په ترڅ کې تر سره شوي دي، چې د تېر اکټوبر په میاشت کې د غزې د جګړې له پیل راهیسې په وروستیو کلونو کې تر ټولو سخت ترینګلتیا کې ښکیل دي.

نور خبرونه

رادیو