ملا شیرین د یوناما ځايي مشر ته: مرستندویان دې خپل کارونه د نظام د اصولو مطابق پر مخ بیايي

۲ ورځې مخکې

د طالبانو مشر ته نږدې او د دې ډلې د کندهار والي ملاشيرين په سويل کې د يوناما له مشر سره په ليدنه کې ويلي، چې مرستندویه ادارې دې «خپل کارونه د نظام د اصولو مطابق» پر مخ بیايي.

په ورته مهال ملاشيرين له یوناما غوښتي، چې بهرني مرستندویان په افغانستان کې د نورو پروژو تطبيق ته وهڅوي.

په کندهار کې د طالبانو د والي وياند محمود عزام د سې شنبې په ورځ ويلي، چې په دې ناسته کې د یوناما اړوند د ټولو ادارو غړو هم ګډون درلود.

د ښاغلي عزام په خبره، ملاشيرین په افغانستان کې له مرستندويه ادارو دا هم وغوشتل، چې خپلې مرستې او خدمات زيات کړي.

نوموړي په دې ناسته کړې زياته کړې: « په خپلو خدماتو کې ډېروالی او پراخوالی را ولي، اوږدمهاله پروژې تطبیق کړي.»

هغه له بهرنیو مرستندويه ادارو غوښتي، چې بشري مرستې دې په سیاست پورې نه تړي او ادارې دې ټولي چارې د دوی په مشوره مخ ته بیايي.

د طالبانو د اعلامیې له مخې، د افغانستان په سویل کې د یوناما مشر طالب والي ملاشيرين ته ويلي، چې دوی هڅه کوي لنډ مهاله مرستې په اوږد مهال کې د «نظام د اصولو» مطابق مخ ته بوځي.

هغه ويلي: « هڅه کوو، چي ډونرانو ته قناعت ورکړو او راتلونکي کې افغانستان ته خپله بودیجه ډېره ځانګړې کړو.»

په کندهار کې د طالبانو والي ملاشيرين پر داسي مهال په سويل کې د يوناما له مشر او غړو سره ګوري، چې د وږي میاشتي په لومړی اونۍ کې د طالبانو د امربالمعروف وزير خالد حنيفي پر یوناما سختې نيوکې کړې وې.

حنيفي ويلي وو، چې د طالبانو د نوي قانون په اړه د یوناما څرګندونې «بې ځایه او د لوېدیځ اندېښنه ده.»

دغه وزارت د ملګرو ملتونو دغه استازولي دوښمنه وبلله او ویې ویل له یوناما سره به همکاري ونه کړي.

امربالمعروف وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې «هر هغه څوک چې پر دغه شرعي قانون نیوکه کوي، په اسلام او شرعي احکامو يې نيوکه کړې او بايد له نيوکې ډډه وکړي.»

نور خبرونه

رادیو