طالبانو په مزارشریف کې د خالد بن ولید ښارګوټي ځمکې ضبط کړې

۲ ورځې مخکې

د طالبانو د عدلیې وزارت اعلان وکړ، چې په مزارشریف کې یې د خالد بن ولید په ښارګوټي کې له دوه زره جریبه زیاته ځمکه ضبط کړې او د دولتي ځمکې په توګه یې ثبت کړې ده.

دغه وزارت وايي، چې یوازې د لس جریبه ځمکې اسناد اصلي او پاتې نور یې باطل دي.

د طالبانو د عدلیې وزارت د سې شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې د شمال په حوزه کې د غصب شویو ځمکو ځانګړې محکمې د خالد بن ولید د ښارګوټي د ځمکې د اسنادو له څېړلو وروسته له ۲ زره ۷۷۲ جریبه ځمکې څخه یوازې ۱۰ جریبه ځمکه ځانګړې کړې ده، چې تصفیې یې شخصي ملکیت وګڼله او پاتې ځمکه یې ضبط کړه.

طالبانو د دې ښارګوټي د ملکیت په اړه څه نه دي ویلي؛ خو ویل کیږي، چې دا ښارګوټی د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور ملکیت دی.

د طالبانو دغه وزارت ټینګار وکړ، چې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو بېرته راګرځول د ځمکو د غصب د مخنیوي په موخه د دغې ډلې او کمېسیون له مهمو موخو څخه دي او په همدې موخه یې د بېرته ستنولو لړۍ پېل کړې ده.

تر دې مخکې د طالبانو د عدلیې وزارت د جنګاښ په ۱۳ اعلان وکړ، چې د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د سردار محمد داوود خان ښارګوټي ارزیابي شوې او ضبط شوې ده.

دغه وزارت هغه مهال ویلي وو، چې د طالبانو د ځمکو د قضیو ځانګړې محکمې تایید کړې، چې دغه ښارګوټی چې ۵۵۶ جریبه ځمکه لري، چې دولتي ملکیت دی.

تر دې مخکې د طالبانو د عدلیې وزارت د لسګونه زره جریبه ځمکې د بېرته راګرځولو اعلان کړی و.

نور خبرونه

رادیو