د ایران ولسمشر د یمن حوثي جنګیالیو ته د هایپرسونیک توغندیو د ورکولو خبره رد کړه

۳ ورځې مخکې

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د دوشنبې په ورځ په یو خبري کنفرانس کې وویل، چې تهران د یمن حوثي جنګیالیو ته هایپرسونیک توغندي نه دي استولي.

تېره ورځ د ایران له ملاتړه برخمنې حوثې ډلې ویلي وو، چې د دوی له خوا پر اسراییل توغول شوی توغندی هایپرسونیک و.

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو وویل، چې حوثي جنګیالي به د دغې برید له امله "درنه بیه" پرې کړي.

دغه ډله چې د شمالي یمن کنټرول په لاس کې لري، د یکشنبې په ورځ د لومړي ځل لپاره په دې وتوانېده چې د اسراییل د فولادي ګمبد په نوم ځواکمن هوايي دفاعي سیسټم په ماتولو سره مرکزي اسراییل په نښه کړي.

پزشکیان وویل: "د یو انسان لپاره دا یوه اونۍ وخت نیسي چې یمن ته سفر وکړي (له ایران څخه) دا توغندی څنګه هلته رسیدلی شي؟ موږ داسې توغندي نه لرو چې یمن ته یې ورکړو."

تېر کال ایران اعلان وکړ، چې په کور دننه یې د لومړي ځل لپاره هایپرسونیک بالیسټیک توغندي جوړ کړي دي.

د ایران دولتي رسنیو د دغو توغندیو انځورونه هم خپاره کړل چې "فتح" نومول شوی و.

نور خبرونه

رادیو