د عشر راټولولو نوی طرزالعمل: هغه جوماتونه چې امام نه لري خلک دې طالبانو ته عشر ورکړي

۲ ورځې مخکې

په کندهار کې د طالبانو د مشر د حکم له مخې د عشر ټولولو د نوي طرز العمل له مخې؛ هغه جوماتونه چې ملا امام نه لري، د سیمې خلک باید عشر طالبانو ته وسپاري.

په کندهار کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ ادارې د دوشنبې په ورځ خبر ورکړ، چې د عشر راټولو لپاره د هبت الله اخونزاده دغه نوی طرزالعمل يوازې د ۱۴۴۶ هجري قمري کال لپاره د تطبيق وړ دی.

په کندهار کې د طالبانو د کرنې او مالدارې ادارې مشر د عشر راټولولو لپاره د خپل مشر هبت الله اخوندزاده له لوري د نوی طرزالعمل د عملي کولو په موخه غونډه وکړه.

د طالبانو د دغه ادارې له خپلو کار کوونکو غوښتي، چې په ولسواليو کې د عشر راټولولو په برخه کې په جدي توګه خپل مسووليت ادا کړي.

د دغه ادارې مشر فضل لباري فضلي وایي، چې له یاد شوی کال وروسته به دوی د هبت الله د یو بل امر له مخې په ټولو سيمو کې عشر راټول کړي.

په دې غونډه کې د کندهار د ۱۳ ولسواليو د عشر راټولو مامورينو هم برخه اخيستې وه.

د فضلي په خبره، چې د هبت الله له لوري د عشر راټولو په نوي طرزالعمل کې راغلي: « هغه جوماتونه، چې امام نه لري عشر یې باید "اسلامي امارت" ته ورکول شي.»

د طرزالعمل په یوه بله ماده کې د جومات ملا امامانو ته ۲۴۰ زره افغانۍ عشر ټاکل شوی او ويل شوي، چې له ټاکلي عشر اضافه پيسې باید «اسلامي امارت» ته ورکړل شي.

په کندهار کې د طالبانو د کرنې او مالدارې ادارې مشر فضل لباري فضلي ويلي، چې د هبت الله حکم باید په ټولو سیمو کې عملي شي او د سر غړونکو سره به قانوني چلند وکړي.

د طالبانو د مشر د امر له مخې؛ په ځينو ولسواليو کې د عشر راټولو لړۍ لا له وړاندې پيل شوې ده.

د کندهار د کرنې او مالدارې ادارې د لوړ شاولي کوټ ولسوالۍ څخه په تېرو ۱۵ ورځو کې ۲۵ ټنه انځر او ۲۰۰سوه زره افغانۍ عاید د عشر په دود ټولې کړې دي.

د طالبانو دغه اداره وايي، چې په پنجوايي ولسوالۍ کې يې هم ۱۶۱ کیلو کشمش، ۶۴ کیلو انګور او ۶۸ زره افغانۍ عشر تر لاسه کړی.

په يو شمېر سیمو کې د طالبانو له لوري د عشر ټولولو پروسه د ځایي خلکو له لوري د جنجال سره مخ شوې او پر طالبانو نيوکه کوي، چې په لوړه اندازه له دوی څخه عشر اخلي.

واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته دغه ډلې په جبري توګه له خلکو غوښتي، چې خپل زکاتونه او عشر د جوماتونه ملا امامانو او يا هم طالبانو ته ورکړي.

نور خبرونه

رادیو