د طالبانو روغتیا وزارت وايي، چې په افغانستان کې د پولیو واکسین کمپاین نه دی بند شوی

۲ ورځې مخکې

د طالبانو د عامې وزارت په افغانستان کې د پوليو واکسين د بندېدو اړوند خبرونه رد کړل او ویې ویل، چې د پولیو واکسین نه دی بند شوی.

له دې وړاندې اسوشیټیډ پرېس خبري اژانس خبر ورکړی و، چې طالبانو په افغانستان کې د پولیو واکسین کمپاین بند کړی دی.

د طالبانو د روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان وايي، چې تر اوسه «د واکسين بندېدو اړوند نه رسمي څه شته او نه هم د بندیز کومه ستونزه.»

اسوشیټېډ پرېس د ملګرو ملتونو له خولې ویلي وو، چې طالبانو د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې د ګوړن ضد واکسین کمپاین وځنډاوه.

د طالبانو د عامي روغتيا وزارت ویاند شرافت زمان د دوشنبې په ورځ (د وږي ۲۶ مه) دغه خبرونه رد کړل او زياته یې کړه، چې د پوليو واکسين په ټولنه کې ګټور تمام شوی دی.

نوموړی ويلي، د مسلکي لارو هڅه کوي، چې د ساري ناروغينو مخنيوی وکړي.

هغه د پوليو واکسين د تطبيق اړوند پر خپله اېکس پاڼه ليکلي: «د عامې روغتیا وزارت له ټولو هغه مشروع او تخنیکي نظریو سره مل د پولیو واکسین تطبیق کړی، چې د ټولنې په کچه مؤثر او مثمر تمام شي.»

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازیني هېوادونه دي، چې د وژونکې او فلجونکې ناروغۍ د خپرېدو په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان سږ کال په افغانستان کې د پولیو د ۱۸ پېښو خبر ورکړی.

تېر کال په افغانستان کې د پوليو يوازي ۶ پېښې ثبت شوې وې.

نور خبرونه

رادیو