په اسلام اباد کې یو شمېر افغان فعالانو د دایکنډي د ۱۴ وژل شویو لپاره د عدالت غوښتنه وکړه

۳ ورځې مخکې

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د بشر حقونو فعالانو او ځوانانو په یوه غونډه کې د دایکنډي د وژل شویو اوسېدونکو لپاره د عدالت غوښتنه وکړه او د «هزاره‌ګانو د نسل وژنې» پر ضد یې شعارونه ورکړل.

دوی د وژل شوی هزاره ګانو په یاد شمعې بلې کړې.

د داعش خراسان څانګې د پنجشنبې په ورځ (د وږي په ۲۲مه) په یوه بیان کې وویل، چې په دایکنډي کې یې ۱۵ ولسي خلک وژلي دي.

په اسلام اباد کې د دغو فعالانو له ډلې یوې هزاره پیغلې راحله تلاش افغانستان انټرنشنل پښتو ته وويل چې تېر ماښام یکشنبه د (وږي ۲۵مه) په جلا وطنۍ د خپلو وژل شویو هیوادوالو په غم د اسلام اباد په یوې سیمې کې سره راټول او د هغوی لپاره د عدالت غوښتنه وکړه.

نوموړې وايي، دوی په دې وروستیو کې د دایکنډي ولایت د ۱۴ اوسیدونکو چې وسله والو په ډزو ووژل په غبرګون کې پر نړۍوالو غږ کوي چې د «هزاره‌ګانو د نسل وژنې مخه دې ونیسي.»

هغه وايي، «موږ دا څو کاله پرله پسې داسې درد وینو، او هره ورځ مو یا په ښوونځي، عامه ځایونو او یا د سورلۍ په لویو موټرونو پسې بمونه نښول کیږي او په ډله ییز ډول وژل کیږو، نړۍوال او ټول مسلمانان زموږ په نسل وژنه چوپ پاتې دي.»

دغه هزاره پیغله وايي، له دوی سره په شوي ظلم دې نړۍوال غلي نه پاتې کیږي او ژر تر ژره دې د دغې قضیې ټول اړخونه وڅېړي او عاملان د یې نړۍوالې محکمې ته راکاږي.

دغو فعالانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې تر دې مخکې هم دوی په ډله ییز ډول وژل کېدل خو واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته دغه لړۍ لا ګړندۍ شوې ده.

په خبرپاڼه کې وړاند ېراغلي، «له هزاره ګانو سره توپیري چلند کیږي، پر دوی لوړې مالیې او جریمې ایښودل کیږي، دوی په ډله ییز او هدفي ډول وژل کیږي، له ادارو شړل کیږي، او طالبان یې مذهب ته بې احترامي کوي او دوی له مذهبي مراسمو راګرځوي»

دوی په نړۍوالو او د سیمې په هیوادونو غږ کړی چې د هزارګانو د داسې پلان شویو او هدفمندو بریدونو د مخنیوي لپاره پر طالبانو له خپل اغېز څخه کار واخلي.

دغه پېښه چې د تېرې پنجشنبې په ورځ له غرمې وروسته د دایکنډي د سنګتخت او بندر ولسوالۍ په قرودل کلي کې رامنځته شوې ده، چې له امله یې ۱۴ ملکي کسان وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي. خو وروسته د مړو شمېر ۱۶ ته لوړ شو.

دغه کسان وروسته له هغه د داعش له خوا ووژل شول، چې د عراق له کربلا څخه د راغلو خپلوانو زیارت کوونکو د هرکلي لپاره غور ولایت ته تللي وو.

نور خبرونه

رادیو