اوکرایني چارواکي: په خارکیف کې د روسیې هوايي برید کورونه په نښه کړي

۳ ورځې مخکې

د یکشنبې په ورځ د اوکراین په شمال ختیځ خارکیف ښار کې د یو روسي هوايي برید له امله د درېیو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۳۰ تنه ټپیان شوي دي.

ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي پر ټېلېګرام ویلي: "په خارکیف کې د ژغورنې عملیات دوام لري. د روسیې هوايي برید د استوګنې یوه ودانۍ په نښه کړې او څو پوړونه یې زیانمن کړي دي. د نهم او دولسمو پوړونو ترمنځ اور لګېدلی دی".

هغه د څو پوړیزې ودانۍ له کړکیو څخه د لوګي او اور لګېدو عکسونه خپاره کړي، چې ټولې کړکۍ ماتې شوې دي.

د خارکیف والي اولیه سینهیبوف وویل، چې ملکي بنسټونه هم زیانمن شوي دي.

د اوکراین دویم لوی ښار خارکیف د روسیې پولې ته څېرمه پروت دی او تل د روسیې د بمونو، توغندیو او بې پېلوټه الوتکو تر بریدونو لاندې راځي.

زېلېنسکي وویل: "نړۍ باید د اوکراین په دفاع کې مرسته وکړي، چې د روسیې د پوځي الوتکو څخه، د لسګونو لایزري بمونو د غورځيدو مخه ونیول شي چې هره ورځ د اوکراینیانو ژوند اخلي. دا ترهګري باید ودرول شي."

کییف ویلي دي، چې باید اجازه ورکړل شي چې د لوېدیځ له خوا چمتو شوې نورې پیاوړې وسلې وکاروي چې په روسیه کې دننه ډېر زیانونه واړوي او د مسکو د برید وړتیا کمزورې کړي.

روسیه دا ردوي چې په عمدي توګه ملکي وګړي په نښه کوي سره له دې چې په ۲۰۲۲ کال کې یې د اوکراین له اشغال راهیسې زرګونه کسان وژلي دي.

نور خبرونه

رادیو