د ډېموکراسۍ نړۍواله ورځ؛ د ملګرو ملتونو سر منشي وایي، چې په نړۍ کې سوله له ګواښ سره مخ ده

۳ ورځې مخکې

د ملګرو ملتونو سرمنشي د ډېموکراسۍ د نړۍوالې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د سولې د زنګ په وهلو سره وویل، چې اوسمهال سوله په نړۍ کې له ګواښ سره مخ ده.
انتونیو ګوټرش دغه راز ډېموکراسۍ ته د مصنوعي ځېرکتیا د ګواښونو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه.

ښاغلي ګوترش په خپل اېکس کې لیکلي: «د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د سولې د زنګ وهل د سولې د نړۍوالې ورځې د درناوي رسم دی، ښایي د سولې غږ چې دلته اېستل کیږي، په ټوله نړۍ کې خپوره شي.»
نوموړي همداراز زیاته کړه، چې که د مصنوعي ځېرکتیا ګواښونه مهار نه شي، د ډېموکراسۍ، سولې او ټیکاو لپاره به جدي پایلې ولري.
انتونیو ګوترش په نړۍواله کچه د مصنوعي ځېرکتیا د اغېزو پر څار ټینګار وکړ او ویې ویل: «مصنوعي ځېرکتیا باید په عادلانه توګه د بشریت په خدمت کې وي.»
که څه هم د ملګرو ملتونو سرمنشي په هېوادونو کې د ډېموکراسۍ او د سولې وضعیت ته اشاره نه ده کړې؛ خو د جمهوري نظام له سقوط او پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د سانسور، د بیان د ازادۍ د نقض، د ښځو او اقلیتونو د حقونو د ځپلو په اړه ډېر راپورونه خپاره شوي دي.
د یادولو ده، چې د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت په نوي قانون کې هم ډېری انساني حقوق او د بیان ازادي نقض شوې ده.
د ډېموکراسۍ نړۍواله ورځ چې د سپټمبر په ۱۵مه نمانځل کیږي، د ملګرو ملتونو له خوا د استبدادي ضد غورځنګونو د ملاتړ په موخه نومول شوې ده.

نور خبرونه

رادیو