الجزیره: د ملا هبت الله له سیاستونو د طالبانو ناراضه مشرانو خپلې کورنۍ بهر ته وړې دي

۳ ورځې مخکې

د طالبانو یو شمېر مشران چې د ملا هبت الله اخوندزاده له محافظه کارو سیاستونو ناراضه دي؛ خپلې کورنۍ یې بهر ته وړي دي.

د الجزیرې د مقالې له مخې؛ دغو چارواکو ویلي، چې د دوی کورنۍ په بهر کې ډېر ارام دي او ماشومان یې پرته له کومې ستونزې زده کړې کولی شي.

لاکشمي ونوګوپال منون چې د قطر په پوهنتون کې د پی اېچ ډي نومانده ده، په دې مقاله کې چې هغې د الجزیرې لپاره لیکلې وايي، چې هغې د طالبانو له اوسنیو او پخوانیو استازو سره چې د ملا هبت الله د سیاستونو ملاتړ نه کوي مرکې کړي او ځېنو ورته ویلي، چې دوی خپلې کورنۍ نورو هېوادونو ته وړي دي.

دغو طالب چارواکو مېرمن منون ته ویلي: «کورنۍ یې په بهر کې ارامه دي او ماشومان یې له کومې ستونزې پرته کولی شي چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.»

په دې لیکنه کې اغلې منون په کندهار کې د طالبانو د پخواني مشرتابه له محافظه کارو سیاستونو څخه د ناخوښۍ په اړه بحث کړی، چې د سختو مقرراتو او حکمونو په لګولو سره یې د دغې ډلې د نسبتا معتدل مشرتابه د نوي نسل لپاره میدان تنګ کړی دی.

وروسته له هغه چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه د افغانستان واک په بشپړه توګه تر لاسه کړ، په کابل کې د سرپرست حکومت له جوړېدو سره ملا هبت الله کندهار ته مهمې سیاسي پرېکړې وسپارلې او په ځېنو مواردو کې د کابل د حکومت د ځېنو وزیرانو په ګډون د کابل د حکومت ځینې نور غړي هم په کې شامل وو.

د یادولو ده، چې د طالبانو د پوهنې او عامې روغتیا وزارتونه د نوموړي وفادارو کسانو ته ورکړل شوي دي.

دغه مقاله چې د الجزیرې له خوا د شنبې په ورځ خپره شوې، په افغانستان دننه او بهر کې د طالبانو د سختو سیاستونو او د افغانانو د ناوړه اقتصادي او بشري حقونو وضعیت ته په کې اشاره شوې ده.

په دې مقاله کې راغلي، چې په کابل کې د طالبانو حکومت د هغو خلکو فشار احساسوي، چې د اقتصادي سقوط او د نړۍوالو مرستو د کمېدو په حال کې خدمتونه او کار غواړي.

خو د سراج الدین حقاني په ګډون د طالبانو د ځېنو غړو هڅې له نړۍوالې ټولنې سره د اړیکو او د زیاتو مرستو او پانګونې د جلبولو لپاره د کندهار د پوهنې او د نجونو او ښځو لپاره د کار په برخو کې د سختو پالیسیو د دوه چنده کولو او د امربالمعروف د وروستي قانون د تصویبېدو له امله کمزورې شوې دي.

د طالبانو تر منځ ناخوښي

په کندهار کې د طالبانو د مشرتابه د محافظه کارو سیاستونو شدت، د خلکو د نارضایتۍ د زیاتوالي ترڅنګ د دې ډلې د مشرانو ترمنځ واټن هم پراخ کړی دی.

اغلې منون په دې مقاله کې لیکي: "په داسې حال کې چې اخوندزاده په واک کې ښکاري، خو د کورنیو اختلافاتو د زیاتېدو نښې نښانې لیدل کیږي."

په دې لیکنه کې هغې د ۲۰۲۳ کال د فېبرورۍ په میاشت کې د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني نیوکې ته اشاره کړې، چې ویلي یې وو: «د واک انحصار او د ټول نظام وقار ته زیان رسول زمونږ په ګټه نه دی. دا حالت د زغملو وړ نه دی."

د لیکوالې په باور، د امربالمعروف نوی قانون او په عامو ځایونو کې د دغه وزارت له خوا د خلکو په سزا ورکولو ټينګار په دې معنا دی، چې د ملا هبت الله په مشرۍ د طالبانو ډېر محافظه کار غړي د سیاستونو په ټاکلو کې لاس لري.

مېرمن منون وايي، چې په کندهار کې د ملا هبت الله په نوم د طالبانو پخوانیو او محافظه کارو غړو د وېرې لرې کولو او څنډو کولو له لارې د موافقې فرهنګ رامنځته کړی او د دې ډلې د مشرتابه د نوي نسل غږ یې تر پښو لاندې کړی دی.

په همدې حال کې د دې لیکوالې په وینا؛ د واک د ټینګولو لپاره د اخوندزاده ستراتیژي کېدای شي برعکس اغېزه ولري: "دا ممکن د داخلي وېش لامل شي، چې کېدای شي ټوټه - ټوټه شي یا ان بغاوت (د مشرتابه په وړاندې) وکړي."

نور خبرونه

رادیو