د حوثي جنګلیالیو توغندي د لومړي ځل لپاره مرکزي اسراییل په نښه کړی، خو زیان یې نه دی اړولی

۳ ورځې مخکې

وروسته له هغه چې د یکشنبې په ورځ د لومړي ځل لپاره د حوثي جنګیالیو یو توغندي مرکزي اسراییل په نښه کړ، د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو وویل، حوثیان به د دغه کار له امله درنه بیه پرې کړي.

د حوثیانو د پوځ ویاند یحیا ساریه ویلي، چې دغې ډلې په برید کې یو نوي هایپرسونیک بالستیک توغندي کارولی، چې یوازې په ۱۱/۲ دقیقو کې یې ۲۰۴۰ کیلومتره واټن وهلی دی.

د اسراییل پوځ په پیل کې ویلي وو، چې دغه توغندی په یوه خلاصه سیمه کې لویدلی دی؛ خو وروسته یې بیا وویل،‌ چې دغه توغندی په هوا کې نسکور شوی او ټوټې یې د اورګاډي یو مرکز ته نږدې رالوېدلي دي.‌

په دغه برید کې د هېڅ مرګ ژوبلې رپوټ نه دی ورکړل شوی.

په سیمه ییز وخت د سهار په ۶:۳۵ دقیقې په تل ابیب او د اسراییل په مرکزي سیمو کې د هوایی برید د خبرداري سیسټم فعال شو او د سیمې له اوسېدونکو یې وغوښتل چې د سرپناه لپاره امنو ځایونو ته ولاړ شي.

نتنیاهو د کابینې په اونیزه غونډه کې وویل، چې حوثي یاغیان باید پوه شي چې پر اسراییل د بریدونو له امله به درنه بیه پرې کړي.

نتنیاهو د جولای په میاشت کې پر تل ابیب د حوثیانو د بې پیلوټه الوتکې له برید وروسته شوي هوايي بمبار ته په اشارې سره وویل: "څوک چې دې یادونې ته اړتیا لري، چې زمونږ ځواب به څنګه وي، د حدیده بندر څخه دې لیدنه وکړي."

حوثي یاغیانو په پرله پسې ډول پر اسراییل د توغنديو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي، چې د دوی په وینا موخه یې له فلسطینیانو سره پیوستون ښودل دي.

د جولای په میاشت کې د لومړي ځل لپاره پر تل ابیب د حوثیانو د بې پیلوټه الوتکې برید کې یو سړی وژل شوی او څلور کسان ټپیان شوي وو.

د حدیده بندر ته څېرمه د حوثي یاغیانو پر پوځي اهدافو د اسراییل هوايي بریدونو کې بیا شپږ تنه وژل شوي او ۸۰ نور ټپیان شوي وو.

تر دې مخکې حوثي توغندي د اسراییل هوايي حریم ته نه دي ننوتلي، یوازې د مارچ په میاشت کې د ایلات د سره سمندرګي بندر ته څېرمه د اسرايیلي سیمې د ویشتلو راپور ورکړل شوی و.

نور خبرونه

رادیو