کراچۍ کې د طالبانو کونسلګري وايي، د سند ایالت له زندانونو یې ۴۴ افغان بندیان خوشې کړل

۴ ورځې مخکې

په کراچۍ کې د طالبانو کونسلګري وايي، چې د ماشومان په ګډون یې د سند ایالت له بېلابېلو زندانونو ۴۴ افغان بندیان خوشې او افغانستان ته واستول.

خوشي شوي افغان بندیان د تورخم له لارې افغانستان ته استول شوي.

په کراچۍ د طالبانو کونسل عبدالجبار تخاري وايي، تېره ‍ورځ د ماشومان په ګډون ۴۴ افغان بندیان د سند ایالت له بېلاېلو زندانو څخه راخوشې او افغانستان ته واستول.

نوموړی وايي، د سند ایالت له زندانونو راخوشې شويو بندیانو په ډله کې ۲۱ تنه زده‌کوونکي شامل دي.

په کراچۍ کې د طالبانو کونسلګرۍ د وږي ۱۵مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي و، چې په سند ایالت کې د ۲۱ تنه افغان ماشومان چې د یوې دیني مدرسې زده‌کوونکي دي په پاکستان کې د اوسیدونو د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله بندیان وو.

ښاغلی تخاري وايي، د سند ایالت په زندانونو له ۱۵ څخه تر شلو پورې نور افغانان هم بندیان دي او دوی هڅه کوي، چې هغوی هم راخوشې او خپل هېواد ته واستوي.

په کراچۍ کې د طالبانو کونسل د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کوي؛ هغه افغانان چې په پاکستان کې د اوسیدو قانوني اسنادو د نه لرلو له امله نیول کیږي، هغوی دې زندانونو ته نه استول کیږي.

نور خبرونه

رادیو