په پاکستان کې د سکرو ډبرو په کان کې ۵ افغان کان کیندونکي مړه شوي دي

۳ ورځې مخکې

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د بلوچستان ایالت په هرنای سیمه کې د سکرو ډبرو په یوه کان کې ۵ افغان کاریګر مړه شوي دي.
د پاکستان روغتیايي چارواکي وایي، چې یاد شمېر کان کېندونکي لومړی د مټان زهري ګازو د تنفس له امله بې هوښه شوي او وروسته بیا مړه شوي دي.

د راپورونو له مخې، دغه کان کېندونکي د شنبې په ورځ (د وږي ۲۴مه) ګاز نیولي و، چې د ژغورنې ډلې توانېدلي و یوازې یو کس وژغوري.
پاکستاني رسنیو ویلي، کله چې د ژغورنې ډلې د ډبرو سکرو کان ژورو ته رسېدلي و، پنځه کان کیندونکي مړه شوي و.
د پاکستان روغتیايي چارواکو ویلي، چې د پنځو افغانانو مړي روغتون ته لېږدول شوي او ژوندی پاتې شوی کس هم تر درملنې لاندې دی.
پاکستاني چارواکو اعلان کړی، چې د بلوچستان د کانونو لوی مفتش د ډبرو سکرو د کان کارونه ځنډولي او قراردادي کس یې د نورو پلټنو لپاره قضايي مرجع ته معرفي کړی دی.
د بلوچستان حکومتي چارواکو د څلورو افغان کان کیندونکو هویت د رحمان شاه، شفیع الله، زبیر الله او مطیع الله په نومونو اعلان کړی او زیاته کړې یې ده، چې دوه کسان سره وروڼه دي.
د یادولو ده، چې تر اوسه د بل قرباني هويت نه دی په ډاګه شوی.
روغتیایی چارواکو د ژغورل شوي کان کیندونکي نوم خان محمد یاد کړی او ویلي یې دي، چې د دغو کسانو مړي به ژر تر ژره افغانستان ته ولېږل شي.

نور خبرونه

رادیو