د جرمني لومړي وزیر اوکراین ته د اوږد واټن ویشتونکو توغندیو استول خطرناک بللي دي

۴ ورځې مخکې

د جرمني لومړي وزیر اوکراین ته د اوږد واټن ویشتونکو توغندیو استول خطرناک بللي او رد کړي یې دي.

اولاف شولتس د شنبې په ورځ د تایوروس کروز توغندیو له استولو سره خپل مخالفت څرګند کړ او ویې ویل، چې دغه ګام په اوکراین کې د جګړې د پراخېدو لوی ګواښ دی.

د تایوروس کروز توغندي چې شاوخوا د ۵۰۰ کیلومتره واټن ویشتلو سره کولی شي په مسکو کې د اوکراین هدفونه په نښه کړي.

شولتس ټینګار وکړ: «ما دغې غوښتنې ته نه وویل.»

نوموړي زیاته کړه، چې دغه دریځ د نورو وسلو لپاره چې کولی شي دې واټن ته ورسیږي هم بسنه کوي.

د جرمني لومړي وزیر ویلي، پرته له دې چې نور هېوادونه څه پرېکړه کوي، جرمني به اوکراین ته دا ډول وسلې ور نه کړي.

د اوکراين ولسمشر په وار وار له خپلو لوېديځو ملګرو غوښتي، چې دغه هېواد ته د روسيې پر لوژیستيکي بنسټونو او پوځي هوايي ډګرونو د بريدونو لپاره د لېرې واټن ويشتونکي وسلې ورکړي.

نور خبرونه

رادیو