د فوټسال نړۍوال جام سیالۍ: افغانستان په قوي پيل انګولا لوبډلې ته ۶ پر ۴ ماتې ورکړه

۳ ورځې مخکې

د فوټسال نړۍوال جام سیالیو په لړ کې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې انګولا ته د ۶ پر ۴ ګولونو په توپير ماتې ورکړه.

په دې مهمه سيالۍ کې د افغان لوبډلې لپاره اکبر کاظمي دوه، اميد قنبري، حسين محمدي، مهدي نوروزي او رضا حسين پور يو يو ګول وکړ.

د افغانستان فوټبال فدراسيون د معلوماتو له مخې؛ د فوټسال نړۍوال جام سياليو پر مهال د افغانستان او انګولا ترمنځ دغه لوبه نن د یکشنبې په ورځ د ازبکستان په کوربه توب د کابل پر وخت د مازيګر پر پنځه بجې تر سره شوه.

دا د همدې سياليو د درېيم ګروپ لومړۍ لوبه وه، چې افغانستان په کې په خپله لومړۍ بريا سره درې نومرې ترلاسه کړې.

په دغو سیالیو کې افغانستان له اوکراین، ارجنټاین او انګولا سره په یوه ګروپ کې لوبېږي.

افغانستان په دې سيالي کې د خپل جدول سرته ولاړ او د جدول وروستی حالت د اوکراین او ارجنټاین د نن تر لوبي وروسته معلومیږي.

د فوټسال نړۍوال جام په سياليو کې به افغانستان خپله دويمه لوبه په راتلونکې چهارشنبه د ارجنټاین سره تر سره کړي.

نور خبرونه

رادیو