د غزې کړکېچ؛ پر غزه د اسراییل په نوي برید کې ۲۴ فلسطینیان وژل شوي او ۵۷ ټپیان دي

۳ ورځې مخکې

د فلسطین د روغتیا وزارت د یکشنبې په ورځ وویل، د غزې په تړانګه کې د اسراییل بریدونو ۲۴ نور کسان وژلي، چې د تېر اکتوبر له ۷مې راهیسې د وژل شویو شمېر ۴۱ زره ۲۰۶ کسانو ته رسېدلی دی.

دغه وزارت وايي، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې د اسراییل په بریدونو کې لږ تر لږه ۹۵ زره ۳۳۷ فلسطینیان ټپیان شوي دي.

د وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې اسراييلي ځواکونو په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په درېيو بریدونو کې ٢٤ کسان وژلي او ٥٧ نور يې ټپيان کړي دي.

اعلامیه کاږي: "ډېری خلک لا هم د نړېدلو ودانیو لاندې بند پاتې دي ځکه چې ژغورونکي د اسراییل د بریدونو له امله نه شي کولی سیمې ته ورسیږي."

اسراییل د تېر اکټوبر په اوومه د فلسطیني ډلې حماس له خوا پر دغه هېواد له برید وروسته، د غزې په تړانګه کې خپل پراخ بریدونه پیل کړل او ملکیانو ته یې پراخه مرګ ژوبله واړوله،‌ سره له دې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه لیک د سمدستي اوربند غوښتنه کړې.

د اسراییل بریدونو د سیمې نږدې ټول نفوس د یوې روانې کلابندۍ له امله بې ځایه کړی، چې د خوراکي توکو ، پاکو اوبو او درملو د سخت کمښت لامل شوی.

اسراییل د عدالت په نړۍواله محکمه کې په غزه کې د خپلو کړنو له امله د نسل وژنې له تورونو سره مخامخ دی.

نور خبرونه

رادیو