لطیف نظري امرالله صالح ته په ځواب کې: هزاره ګان هېڅکله جګړې او تاوتریخوالي ته مخه نه کوي

۳ ورځې مخکې

د امرالله صالح د څرګندونو په غبرګون کې د طالبانو د اقتصاد وزارت مرستیال لطیف نظري ویلي، چې هزاره ګان هېڅکله جګړې او تاوتریخوالي ته مخه نه کوي.

نوموړی وایي؛ هغه کسان چې هزاره ګان جګړې او تاوتریخوالي ته هڅوي باید پوه شي، چې هزاره ګان خپلې غوښتنې په عقل او اعتدال سره تعقیبوي.

لطیف نظري چې د طالبانو په حکومت کې هزاره چارواکو څخه دی؛ د یکشنبې په ورځ (د وږي ۲۵ مه) د پخواني ولسمشر د مرستیال امرالله صالح د څرګندونو په غبرګون کې وویل، چې طالبان او هزاره ګان «ښې اړیکې» لري او «هزاره خلک په اسلامي ورورولۍ ژور باور لري.»

د امرالله صالح تر مشرۍ لاندې زرغون تر دې وړاندې په دایکنډي کې د ۱۴ هزاره ګانو د وژل کېدو په غبرګون کې دغه قوم ته ویلي وو: «په مظلوم ښودلو او چغې وهلو هېڅ ځای ته نه رسېږئ؛ خپله تګلاره بدله کړئ او د تاوان ورکولو پر ځای وسلې وپېرئ».

زرغون بهير په خپله اېکس پاڼه کې هزاره ګان د طالبانو په وړاندې وسله وال دريځ ته هڅولي او زياته کړې یې وه: «د داعش او طالبانو منشور یو شان دی» او که هزاره ګان وغواړي، کولای شي دا مساوات ګډوډ کړي.

د دايکنډي او غور پر لاره د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۲۲ مه) نېټه د وسله والو په بريد کې لږ تر لږه ١٤ هزاره وګړي ووژل شول او ۶ نور ټپيان شوي دي.

داعش د دغه برید پړه پر غاړه اخیستې او اعلان یې کړی چې هدف یې شیعه ګان و.

نور خبرونه

رادیو