سرچینې: د قوماندان کفترې زوی له ایرانه تر اېستل کیدو وروسته د طالبانو په برید کې ټپي شوی

AP ۱۴۰۳ وږی ۲۴

له بغلان څخه سرچينو افغانستان انټرنشنل ته ويلي، چې راز محمد د بي بي عايشې زوى، چې په "قوماندان کفترې" مشهوره ده، د طالبانو په بريد کې ټپي شوى دى. سرچينو زياته کړې، چې راز محمد له ايرانه تر اېستل کېدو وروسته په خپل کلي کې په کرنیزو چارو بوخت و.

د بغلان ولايت له نهرين ولسوالۍ څخه باخبرو سرچينو افغانستان انټرنشنل ته وويل، چې طالبانو راز محمد درې مرمۍ ويشتلی، چې دوه مرمۍ يې په پښه او يوه مرمۍ يې په لاس لګېدلې دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، راز محمد دا مهال په روغتون کې بستري دى او روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ دى.
سرچینې زیاتوي، چې راز محمد د افغانستان د پخواني حکومت پر مهال د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون کوونکو له قوماندانانو څخه و. د راز محمد مور بي بي عایشه، چې په قوماندان کفترې مشهوره ده، د طالبانو په لومړې دوره کې د دغې ډله پر وړاندې جنګیده.

نور خبرونه

رادیو