د دوستم او ستانکزي په ګډون یو شمېر پخوانیو چارواکو په دایکنډي کې د ملکي کسانو وژنه وغندله
د تېر حکومت یو شمېر چارواکو په دایکنډي کې د ۱۴ هزاره ګانو وژل په کلکو ټکو وغندل. د افغانستان د اسلامي جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم وایي: «هغه څه چې طالبان او داعش پرې باور لري او ترسره کوي یې، د بشریت پر وړاندې جنایت دی.»
د نوموړي په وینا، په هیڅ دین او مذهب کې د ملکي کسانو په ځانګړې توګه د مسافرو وژل نه شته.
له دې سره، د پخواني جمهوریت د سولې د مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزي هم په دایکنډي کې د ملکي کسانو مرګژوبله وغندله او وایي، چې دا پېښه بشري جنایت دی او عاملین یې باید په سزا ورسېږي.
نوموړي پر اېکس لیکلي: «خدای دې زمونږ هېوادوالو ته اتفاق او اتحاد ورکړي، څو هېواد مو له ظلم، وحشت او افراطیت څخه وژغورل شي.»
داعش ډلې د پنجشنبې په ورځ له غرمې وروسته په دایکنډي کې ۱۴ ملکي کسان ووژل او ۶ نور یې ټپيان کړي دي.
د زرغون بهیر مشر امرالله صالح هم پر اېکس د دې پېښې په غندلو سره ویلي، چې دغه کسان د طالباني فکر په وسیلې د داعش په لاس ووژل شول.
نوموړی وایي: «د شیعه او هزاره ګانو په اړه د طالب او داعش تعریف سره توپیر نه لري.»
د کورنیو چارو پخوانی وزیر علي احمد جلالي وایي، چې د دایکنډي هزاره ګان د پردیو جلادانو له لوري وژل شوي او دا یو ستر جنایت دی.
جلالي هم دا پېښه غندلې او د قربانیانو له کورنیو سره یې غمشریکي کړې ده.
د یادولو ده، چې په دایکنډي کې د ۲۱ هزاره ګانو د وژل کیدو او ټپی کیدو پیښه له پراخو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوې ده.
اخوا له طالبانو سره د افغان حکومت د مرکچي پلاوي پخواني غړي نادر نادري دا پېښه غیر انساني او نه بخښوونکې بللې ده او وایي، چې د ورته جنایتونو د ترسره کېدو بنسټ د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو له خوا اېښودل شوې ده.
د نوموړي په وینا، د ناامنیو زیاتېدو، د امنیت د ټینګښت په اړه د طالبانو دروغې ادعاوې هم تر پوښتنې لاندې راوستي.
د دغو غبرګونونو پر دوام د تېر حکومت د چارو د ادارې مشر فضل محمود فضلي وایي، چې په هېواد کې د روان مذهبي او قومي تفرقې عمده مسوولیت د افراطیت د اقلیم یا ایکوسیستم هغو عناصرو ته ور ګرځي، چې د ښکېلاک شومې موخې تعقیبوي.
نوموړي پر اېکس لیکلي: «د دایکنډي غمیزه د همدې شومې پروسې یوه ستره تراژیدي ده، چې د افراطیت ذلیلې ډلې یې عاملان دي.»
د بلخ پخواني والي عطا محمد نور د دایکنډي د پېښې په غبرګون کې ویلي، چې دا پېښه د هغو هدفي وژنو پر دوام شوې ده، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې هزاره او شیعه وګړي په نښه کیږي.
نوموړی وایي: «هر جنایت چې د طالبانو د نامشروع حکومت تر حاکمیت لاندې کیږي، مسوولیت یې طالبانو ته راجع کیږي، ځکه هېواد اوس د یادې ډلې په اختیار کې دی او دوی د خپلو افکارو مخالفین ځپي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د مشرانو جرګې پخواني مشر فضل هادي مسلمیار
هم په دایکنډي کې د ملکي کسانو پر مرګژوبلې خواشیني څرګنده کړه او دا پېښه یې وحشیانه عمل بللی.
نوموړي پر اېکس لیکلي: «د یادې خونړۍ پېښې د قربانیانو له کورنیو سره په دې درانه غم کې ځان شریک بولم او پر بې ګناه هېوادوالو دغه ډول وحشیانه برید په سختو ټکو غندم.»
دغه پېښه چې د پنجشنبې په ورځ له غرمې وروسته د دایکنډي د سنګتخت او بندر ولسوالۍ په قرودل کلي کې رامنځته شوې ده، چې له امله یې ۱۴ ملکي کسان وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي.
دغه کسان وروسته له هغه د داعش له خوا ووژل شول، چې د عراق له کربلا څخه د راغلو زیارتکوونکو د هرکلي لپاره غور ولایت ته تللي وو.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم دا پېښه غندلې او وايي: «د خپلو خلکو د سر او مال ساتنه د دې ډلې د حکومت مکلفیت دی.»
د یادولو ده، چې د دې پېښې مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د روان کال په چنګاښ میاشت کې «په نړۍ کې د مذهبي ازادیو» په اړه خپور کړي رپوټ کې د ځینو سرچېنو له قوله لیکلي، چې وژنې، ربړونې او د هزاره ټبرو د ځمکو ولکه کول هغه څه دي، چې په تېر یو کال کې ترسره شوي دي. دغه پېښې تر ډېره په بامیان، دایکنډي، میدان وردګ، بغلان، بلخ، کندز، بدخشان، هرات، غزني، سرپل، کندهار، ارزګان، تخار او سمنګانو کې ثبت شوې دي.
په راپور کې په ټولو ښونځیو کې د شیعه مذهبو د فقې منعه کولو ته هم اشاره شوې او د شیعه مذهبو مشرانو له قوله ویل شوي، چې د هېواد د عالمانو په شوراګانو کې هیڅ شیعه مذهبه روحاني ونډه نه لري.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت په دغه راپور کې په ۱۴۰۲ کال کې د بغلان ولایت پر لمونځ کوونکو ځانمرګي برید او د همدغه کال د لړم په میاشت کې د کابل په هزاره مېشتې سیمه کې پر یوه ورزشي کلپ او د لړم په ۱۷مه په کابل کې د هزاره ټبرو په یوه بس موټر کې د بم چاودنې یادونه شوې او لیکلي یې دي، چې د هزاره ټبرو د وژلو دغه لړۍ لا هم روانه ده.