د روغتیا نړۍوال سازمان: په افغانستان کې ۲.۹ مېلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي
د روغتیا نړۍوال سازمان مشر ټېډروس اډانوم وایي، د خوړو نه خوندیتوب په افغانستان کې له پنځو کلونو کم عمره ۲.۹ مېلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخامخ کړي دي.
په افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان په اېکس پاڼه د نوموړي په حواله لیکلي، چې له دغې ډلې تر ۸۵۰۰۰۰ ډېر ماشومان په سختې خوارځواکۍ اخته دي.
هغه زیاته کړې، د افغانستان درېیمه برخه خلک د خوړو په نا خوندي سیمو کې شپې سبا کوي چې د سېلابونو او وچکالۍ له امله دغه وضعیت لا کړکېچن شوی دی.
هغه وړاندې ویلي، دغه سازمان له روغتیايي کارکوونکو سره مرسته کړې چې روان کال په ټول هېواد کې د خوارځواکۍ د درملنې په ۱۴۰ مرکزونو کې څه د پاسه ۲۱۰۰۰ د هغو ماشومانو درملنه وکړي چې په سختې خوارځواکۍ اخته وو.
هغه وایي، له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي چې د روغتیا نړۍوال سازمان او شریکانو سره یې د اړتیا وړ روغتیایي مرستو او خوړو په رسولو کې بېړنۍ مرسته وکړي.
تر دې وړاندې په افغانستان کې د خوړو نړۍوال سازمان د تغذیې برخې مشرې مونا شیخ هم د روان کال په پیل کې ویلي و:« له بده مرغه سږکال موږ د لوړې شمېرې وړاندوینه کوو، چې په افغانستان کې به ۳ مېلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخامخ شي.»