طالبان: په کندهار کې مو د ۱۱ ډوله تاريخي او هنري اثارو د قاچاقو مخه نیولې ده

طالبانو په کندهار هوایي ډګر کې د ۱۱ ډوله تاريخي او هنري اثارو د قاچاق له مخنیوي خبر ورکړی دی. د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس په راپور کې راغلي، چې په کندهار ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو د دغه خبر پخلی کړی دی.

په کندهار ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رياست د هنر او کلتور برخې امر عبدالشکور څپاند وايي، په احمدشاه بابا هوايي ډګر کې یې ۱۱ ډوله تاريخي اثار هغه مهال نیولي چې د بهرنيانو له‌خوا بهر ته انتقالېدل.

که څه هم نوموړي دا نه دي ویلي، چې دغه بهرنیان د کوم هېواد وګړي وو او نه یې هم د هغوی د نیونې په تړاو څه ویلي؛ خو په خپله طالبان هم په ځلونو د تاریخي اثارو او ځینو ګران بیه ډبرو په قاچاق تورن شوي دي.