‏د ازادۍ جبهه: په کابل کې مو په دوو جلا بریدونو کې ۵ طالبان وژلي او دوه نور ټپیان دي

د افغانستان د ازادۍ جبهه ادعا کوي، چې په کابل کې یې په دوو جلا، جلا بریدونو کې ۷ تنو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. دغې جبهې په اېکس پاڼه لیکلي، چې تېر ماښام (د وږي ۲۱مه) یې د کابل په سرای شمالي او بادام باغ سیمه کې پر طالبانو بریدونه کړي دي.

د دغې جیهې په وینا، لومړنی برید تېر ماښام په ۷:۱۵ بجو او دویم هغه یې په ۷:۳۰ بجو ترسره کړی دی.
دغه جبهه ادعا کوي، چې په دغه بریدونو کې یې پنځه طالبان وژلي او دوه نور ټپیان دي.
تېرماښام سیمه‌ییزو سرچینو هم افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د چهارشنبې په ورځ یې په کابل کې د دوو زورورو چاودنو غږونه اورېدلي دي.
د افغانستان انټرنشنل دوو کتونکو ویلي و، چې چاودنه د کابل په ۱۱مه ناحیه کې شوې ده.
خو طالبانو لا په دې تړاو څه نه دي ویلي.