شنبه‌های ارغواني غورځنګ: م.م او نړۍواله ټولنه د طالبانو پر وړاندې لازم ګامونه نه اخلي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۶

د شنبه‌های ارغواني غورځنګ مشره مریم معروف اروین وایي، له بده مرغه د طالبانو پر وړاندې د ملګرو ملتونو او نړۍوالې ټولنې کړنې کافي نه دي.

د دغه غورځنګ له‌خوا په اېکس پاڼه د نوموړې په خپره شوې وینا کې راغلي، چې ملګرو ملتونو د طالبانو پر وړاندې جدي کړنې نه دي ترسره کړي.
اغلې اروین همدارنګه ویلي:« د طالبانو د جنايتونو د څرګندو شواهدو او د مداخلې د بېړنۍ اړتيا سره، سره ملګري ملتونه او نړۍواله ټولنه د خپلو اخلاقي مسووليتونو په ترسره کولو کې پاتې راغلې.»
د ښځو د حقونو دغه فعاله وایي، چې له درېیو کلونو راهیسې افغان مېرمنې د مرستې لپاره غږ اوچتوي؛ خو تر اوسه یې غوښتنې نه دي اورېدل شوې.
هغې زیاته کړه، د نړۍوالې ټولنې چوپتیا او بې غوري یوازې طالبان دې ته هڅولي چې د ښځو پر وړاندې خپل ناوړه کړنو ته دوام ورکړي.
اغلې اروین خبرداری ورکړ، چې افغانستان د بشري حقونو د لوی ناورین په ژۍ ولاړ دی او که ملګري ملتونه او نړۍواله ټولنه اقدام ونه کړي، تاریخ به یې په اړه بیا قضاوت وکړي.
هغې زیاته کړه، چې د طالبانو په واکمنۍ کې افغانستان د افغان وګړو لپاره خوندي ځای نه دی.
هغې پر ملګرو ملتونو او نړۍوالې ټولنې غږ وکړ، چې پر طالبانو بندیزونه او فشارونه زیات کړي او په افغانستان کې د هغو سازمانونو ملاتړ وکړي چې د طالبانو پر ضد مبارزې ته دوام ورکوي.

نور خبرونه

رادیو