د جاپان سفیر: په پام کې لرو، چې د افغانستان په نهو ولایتونو کې ۱۶۵ لومړني ښوونځي جوړ کړو

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۶

په کابل کې د جاپان سفیر‏ تاکایوشي کورومایا وایي، هېواد یې په پام کې لري چې د افغانستان په نهو ولایتونو کې ۱۶۵ لومړني ښوونځي جوړ کړي.

نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ د طالبانو د رياست الوزراء سياسي مرستيال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې کړې دي.
‏د طالبانو تر کنټرول لاندې ارګ په اېکس پاڼه د ښاغلي کورومایا له خولې لیکلي، چې جاپان د طالبانو پرمختګونه څاري او هېواد یې د جي۷ هېوادونو او طالبانو تر منځ د اړیکو د ټینګېدو هڅه کوي.
په دغې خپرې شوې لیکنه کې راغلي، چې ښاغلي کورومایا د دغې کتنې په پيل کې په کابل کې د وروستۍ پېښې له امله د خواخوږۍ په څرګندولو دغه پېښه غندلې ده.
د لیکنې په ټکو ښاغلي کورومايا نشه‌یي توکو سره د مبارزې لپاره له افغانستان سره د جاپان د مرستو د دوام ډاډ ورکړ.
‏هغه ویلي، چې جاپان لا له وړاندې له نشه‌یي توکو سره د مبارزې لپاره افغانستان سره لس مېلیونه ډالر مرسته کړې ده.
‏نوموړي زیاته کړه، د جاپان حکومت د افغانستان د تاریخي میراثونو او ابداتو د ساتنې او د اړوندو ادارو د ظرفیت لوړولو لپاره په پام کې لري چې په لومړي ګام کې په کابل کې ملي موزیم ته د درې سوه زره ډالرو مرسته ځانګړې کړي.
‏له بل پلوه د طالبانو د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي، د کابل او توکیو اړیکې خورا مهمې او د دواړو لوریو په ګټه دي او دغه راز جاپان یې د طالبانو د بهرني سیاست مهمه برخه یاده کړه.

نور خبرونه

رادیو