د ملګرو ملتونو امنیت شورا: ترهګري د افغانستان لپاره تر ټولو ستر ګواښ دی

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۶

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پنجشنبې په ورځ د یو بیان په خپرولو سره په کابل کې د داعش مرګونی برید وغانده.
دغې شورا ترهګري د افغانستان او نړۍوال امنیت لپاره تر ټولو ستر ګواښ وباله او د هغې پر وړاندې مبارزه کې یې د ټولو هېوادونو پر ونډې ټینګار وکړ.

د دوشنبې په ورځ د (وږي ۱۲مه) یو ځانمرګي بریدګر د طالبانو د فرمانونو د نظارت او تعقیب ریاست (پخوانۍ لویې څارنوالۍ) پر کارکوونکو د کابل د دارالامان په قلعه بختیار کې برید وکړ.
د داعش خراسان ډلې د دغه برید بړه په غاړه واخیسته.
د کابل د پولیسو ویاند په دغه برید کې د شپږ تنو د وژل کېدو او ۱۳ نورو د ټپي کېدو پخلی وکړ؛ خو د افغانستان د څارنوالانو ټولنه وايي، چې په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۶ تنه څارنوالان وژل شوي دي.د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دغه ترهګریز برید د ترسره کوونکو، سازمان ورکوونکو او مالي ملاتړو پر ضد د محاکمې او ځواب ورکولو ټینګار وکړ.
دغې شورا «له ټولو هېوادونو وغوښتل، چې د ملګرو ملتونو د منشور او ټولو نړۍوالو ژمنو په پام کې نیولو او له ټولو وسایلو په کارولو سره دې» د ترهګریزو ګواښونو او کړنو پر وړاندې مبارزه وکړي.

نور خبرونه

رادیو