په جلاوطنۍ کې د افغان خبریالانو فډراسیون: په ایران کې پر رامین فقیرزاده شوی برید غندو

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۵

په جلاوطنۍ کې د افغان خبریالانو فډراسیون وایي، چې په ایران کې پر افغان خبریال رامین فقیرزاده برید شوی.
دغه فډراسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، پر ښاغلي فقیرزاده (د اګسټ په ۳۰مه) هغه مهال برید وشو چې هغه په یوې ودانۍ کې په کار بوخت و.

په خبرپاڼه کې راغلي، یوه ډله کسانو چې په تېرو وروستیو کې څو ځله نوموړی په مرګ ګواښلی و پر هغه برید کړی او هغه یې له ودانۍ لاندې غورځولی او خپله له سیمې تښتېدلي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغې پېښه کې ښاغلی فقیرزاده سخت ټپي شوی او روغتیایي وضعیت یې د اندېښنې وړ دی.
فقیرزاده تر دې وړاندې په پروان ولایت کې د سولې غږ راډیو سره کار کاوه، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د شته ګواښونو له امله ایران ته کډه شو.
خبرپاڼې وړاندې کاږلي، چې ښاغلی فقیرزاده اوس‌مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
دغه فډراسیون د ایران له امنیتي بنسټونو غوښتي، چې د دغې پېښې عاملینو ته دې سزا ورکړي.

نور خبرونه

رادیو