اوچا وایي، له هرو دوو افغانانو یو یې د بې وزلۍ له امله اغېزمنېږي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۵

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، چې په افغانستان کې له هرو دوو افغانانو یو یې د بې وزلۍ له امله اغېزمنېږي.

دغه سازمان نن پنجشنبه (د وږي ۱۵مه) په اېکس پاڼه کاږلي، چې په افغانستان کې د ۸۰ سلنه کورنیو هر غړی د ورځې له یو امریکایي ډالر څخه په کمو پیسو ژوند تېروي.
دغه دفتر وایي، چې د خلکو د ژوند ژغورنې لپاره لا ډېرو مرستو او ملاتړ ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دغې ډلې له‌خوا پر ښځو او نجونو د پراخو بندیزونو له لګولو سره ډېریو بهرنیو دفترونو خپل فعالیتونه وځنډول او د افغانانو لپاره د بشري مرستو کچه هم ورسره راټیټه شوه.
تر دې وړاندې هم ګڼو نورو مرستندویه بنسټونو د روغتیا، ښوونې او وروزنې او د خلکو د پر وزګارتیا اندېښنې ښودلې وې.

نور خبرونه

رادیو