طالبان: اوس هم بانکي برخه کې محدودیتونه شته، خو موږ یې د حل لپاره خبرې اترې پیل کړې دی

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۵

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک مسوولینو د خپل کلني راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل، چې پر افغانستان بانک لا هم محدودیتونه په خپل ځای پاتې دي؛ خو دوی د دغو بندیزونو د لرې کولو په موخه خبرې اترې دوامداره ساتلې دي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک مسوولینو د پنج شنبې په ورځ د (وږي ۱۵مه) د خپل کلني راپور د وړاندې کولو پرمهال وویل، چې پر افغانستان بانک د لګول شویو محدودیتونو په اړه خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
د افغانستان بانک د پولي سیاست مشر احمد جواد سداد رسنیو ته وویل:« اوس هم ځیني محدودیتونه شته؛ خو موږ هم لاسته راوړنې لرو، اوس هم د ځینو محدودیتونو د لرې کولو په اړه خبرې اترې راوانې دي.»
خو نوموړي په دې اړه نور جزییات ور نه کړل.
همدارنګه ښاغلی سداد وايي، چې د اماني صندوق پیسې او د هغو پیسو ګته تر اوسه افغانستان ته نه ده سپارل شوې.
ویل کېږي، چې د افغانستان کنګل شوې شتمني په سویس بانک کې اماني صندوق پیسو تر اوسه له ۳۰۰ مېلیونو ډېره ګټه کړې ده.
د طالبانو تر واک لاندي د افغانستان بانک مسوولین وايي، د ډالرو په وړاندې د افغانیو د ارزښت ساتلو لپاره یې ۳۹ ځله امریکايي ډالر لیلام کړي، د ډالرو د قاچاق مخه یې نیولې، د پيسو د سپینولو او په افغانستان کې په افغانیو راکړه ورکړه د دې لامل شوې چې د تېر کال پرتله د ډالرو په وړاندې د افغانۍ ارزښت ۱۷،۲۵ سلنه لوړ شي.

نور خبرونه

رادیو