له خبریالانو ملاتړ سازمان: کندهار کې د ملي ټلوېزیون په خپرونو د بندیز پرېکړه، سیاسي ښکاري

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۵

په کندهار کې د ملي ټلوېزیون په خپرونو د بندیز په تړاو د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، چې دغه پرېکړه له څېرمه سیاسي ښکاري.

دغه سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې کندهار د اوسنیو واکمنو د پېچلو، مرموزو او ناڅرګندو سیاست ‌جوړولو او واکمنۍ اصلي مرکز دی.
خبرپاڼه کاږي، په دغه ښار کې د واکمنې ډلې مبهمه رهبري له دې ډارېږي چې څوک د دوی د پټو رهبرانو یا مېلمنو انځورونه مستند او خپاره نه کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي:« په ژورې اندېښنې مو خبر ترلاسه کړ، چې په کندهار کې د ملي ټلوېزیون خپرونې بندې شوې، چې ګواکې د ساکښو ژوندیو انځورونه یې خپرول.»
دغه سازمان په نیوکې سره وایي:« په ټلوېزیون کې که ژوندي انځورونه ونه‌ښوول شي؛ ایا د ټلوېزیون خپرونې مانا لري؟ نوي قانون په دې اړه څه نه دي ویلي، چې که په ټلوېزیون کې د ژوندیو ساکښو ښوول بند دي؛ نو څه باید خپاره کړي؟»
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان دغه پرېکړه خندوونکې بللې او ویلي یې دي، دغه پرېکړه د بیان او رسنیو د ازادۍ د سلبولو په لړۍ کې یو بل محدودوونکی ګام دی چې په هېڅ منطق توجیه کېدلای نه شي او د سانسور وروستی برید دی.
خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه سازمان د بیان او رسنیو د ازادۍ دغه وژونکی اقدام په کلکه غندي.
دغه سازمان په نړۍوالو سازمانونو غږ کړی، چې په افغانستان کې د بیان او رسنیو د ازادۍ او حقونو د روستنیو هیلو کړکۍ تړل کېدو ته پرې ‌نه ‌‌ږدي او د افغان خبریالانو په ملاتړ خپل غږ پورته کړي.
وړمه ورځ د افغانستان د خبریالانو مرکز هم په کندهار کې د ملي ټلویزیون په خپرونو لګېدلی بندیز د افغانستان د رسنیو لپاره یو نه منونکی په شاتګ او د نورو انځوریزو رسنیو لپاره ستر ګواښ بللی و.
په کندهار کې د ملي ټلویزیون په سیمه‌ییزو خپرونو لګېدلی بندیز (د زمري په ۲۲مه) ټیک واک ته د طالبانو د ستنېدو د درېیمې کلیزې په درشل کې لګول شوی و؛ خو هغه مهال د دغه ټلویزیون کارکوونکو ته دغه خبرداری په شفاهي توګه ورکړل شوی و، له هغه وروسته د دغه ټلویزیون ټول کارکوونکي له څېرمه د کابل مرکزي دفتر ته په خدمتي ډول ولېږل شول.

نور خبرونه

رادیو